امنیت شورا د سوریې د سولې پرېکړه تصویب کړه

د انځور حقوق EPA
Image caption د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري حل لارې نقشه په ټوله سوریه کې د اوربند غوښتنه کوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د هغې پرېکړې په ملاتړ رایې ورکړې، چې سوریه کې دې اوربند وشي، او د حکومت او وسله والو مخالفانو ترمنځ دې خبرې پیل شي. خو پرېکړې د ولسمشر بشارالاسد د برخلیک په اړه څه نه دي ویلي.

نړیوال ځواکونه په نیویارک کې په یوه خوله هوکړې ته ورسېدل چې د سوریې کړکیچ لپاره سوله ییز حل پلان جوړ کړي. خو د ولسمشر بشار اسد د راتلونکي په اړه سره سلا نه شول.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري حل لارې نقشه په ټوله سوریه کې د اوربند غوښتنه کوي.

د امنیت شورا پنځلسو غړو، د جمعې پر ماښام پرېکړه وکړه، چې په جنورۍ کې دې اوربند پیل شي.

ملګري ملتونه وايي، د سوریې له کړکېچه کابو پنځه کلونه تېرېږي، چې تر ۲۵۰ زرو ډېر کسان پکې ووژل شول، میلیونونه بې ځایه شول.

که څه هم د بشارالاسد د برخلیک او یا په واک کې د پاتې کېدو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د واشنګټن او مسکو ترمنځ د اختلاف موضوع همدا ټکی دی.

واشنګټن غواړي چې اسد له واکه لیرې شی، خو مسکو بیا په دې اند دی چې د سوریې ولس دې د اسد د راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لوران فابیوس وویل: "د سوري حکومت او مخالفانو ترمنځ خبرې تر هغو نه بریالۍ کېږي، چې د اسد د تګ په اړه ټینګ ضمانت نه وي ورکړل شوی. "

فابیوس ټینګار کوي چې "په ټاکنو کې د اسد بیا کاندېدېدل زموږ لپاره د منلو وړ نه دي."

د بي بي سي لیز دوسېت د سوریې روان حالت ته کتنه کړې او دا چې د اوسني پلان د عملي کولو په وړاندې کومې ننګونې پرتې دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو اېن اېچ سي آر له اروپايي مشرانو غوښتي چې د ګڼو کډوالو لپاره د ځای پر ځای کونې پروګرام جوړ کړي.

د دې ادارې مشر انتونیو ګوتېرېس وویل په یونان کې د کډوالو د عریضو منلو مسالې ته اروپايي هېوادونو هرکلی ووایه خو دا بس نه ده.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري، وویل ترهګر به خواته شي او سوریه به د سیاسي لېږد لور ته بوځي.

د ملګرو ملتونو نوی رپوټ وایي د نړۍ په لرو بر کې ۶۰ میلیونه تنه بې کوره شوي او دا د دوی د تمې خلاف لوړه شمېره ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري، وویل ترهګر به خواته شي او سوریه به د سیاسي لېږد لور ته بوځي.

نوموړي ټولو غاړو ته پخپل پیغام کې وویل "دغه پرېکړه ټولو غاړو دا پیغام لري چې په سوریه کې د جګړې درولو وخت رارسېدلی دی".

ورته مطالب