فرانسوۍ الوتکه کې د وېرې اچولو په تړاو ۲ کسان نيول شوي

Image caption په دغې الوتکې کې ۴۵۹ سپرلۍ او ۱۴ تنه عمله سپاره وو، چې له موريتس نه پاريس ته روانه وه

راپورونه وايي په پاريس کې پوليسو د ايير فرانس د هغې الوتکې دوه سپرلۍ نيولي چې د جعلي بم د موندلو له امله کښېناستو ته مجبوره شوه.

دوی هغه مهال د سرحدي پوليسو له لوري ونيول شول چې فرانسې ته راوګرځېدل.

د نيول شويو يو تن يو پخوانی پوليس افسر دی.

دغه راپورونه له هغه يوه ورځ وروسته ورکول کېږي، چې ۷۷۷ بوينګ الوتکه د مومباسا په هوايي ډګر کې له مسافرو تشه شوه.

الوتکه له موريتس نه پاريس ته پر لاره وه چې بم ته ورته ناپېژندل شوې آله د الوتکې په تشناب کې وموندل شوه.

د دغې آلې له موندل کېدو سملاسي وروسته پرېکړه وشوه چې الوتکه بايد بېړنۍ ناسته وکړي.

دغه مشکوکه آله د ازموينې لپاره ولېږدول شوه او د ايير فرانس اجراييوي مشر وويل چې دغه آله له يوه کلک قوتي، کاغذ او له وخت ښوونکې وسيلې جوړه شوې ده.

په دغې الوتکې کې ۴۵۹ سپرلۍ او ۱۴ تنه عمله سپاره وو، چې له موريتس نه پاريس ته روانه وه.

ورته مطالب