ټوشيبا کمپنۍ د څلور نيم ميليارده ډالرو تاوان اټکل کړی

د انځور حقوق AFP
Image caption ټوشيبا کمپنۍ په ۱۸۷۵ مېلادي کال کې جوړه شوې او په ۱۹۸۵ کې يې خپل لومړنۍ لپ ټاپ کمپيوټر جوړ کړ.

د جاپان د الکترونيکي توکو جوړونکي مشهور شرکت ټوشيبا د ۵،۴ ميليارده ډالرو کلني زيان خبر ورکړی، دوی وايي د کمپنۍ جوړښت کې د بدلون راوستلو په موخه به شاوخوا ۶۸۰۰ دندې کم کړي.

دغه کمپنۍ له لپټاپونو نيولې تر ټلويزيونو او د اتومي انرژۍ تر وسايلو پورې توکي جوړي.

ويل کېږي د دغو خبرونو له خپرېدو وروسته په بازار کې د ټوشيبا ونډې ۱۰ سلنه لوېدلې دي.

د ټوشيبا جوړښت کې تغير له هغه وروسته رامخې ته شو چې د کمپنۍ چارواکو د روان کال په پیل کې ويلي وو، چې په تېرو شپږو کلونو کې يې د کمپنۍ ګټې له اصلي شمېرو زياتې ښودلې دي.

د دغې خبر تر خپرېدو وروسته د کمپنۍ مشر او مرستیال له خپلو دندو استعفا ورکړه.

ټوشيبا وايي د کارکوونکو د کموالي پرېکړه به د ۲۰۱۶ کال له مارچ مياشتې وروسته پیل شي.

نوموړې کمپنۍ په ۱۸۷۵ مېلادي کال کې جوړه شوې او په ۱۹۸۵ کې يې خپل لومړنۍ لپ ټاپ کمپيوټر جوړ کړ. اوس مهال د ټوشيبا کمپنۍ کې شاوخوا دوه لکه کارګر په دندو بوخت دي.