هند کې د الوتکې لوېدو ۱۰ کسان وژلي

الوتکه له یوه دېوال سره جنګېدلې او اور یې اخیستی دی
Image caption الوتکه له یوه دېوال سره جنګېدلې او اور یې اخیستی دی

د هند پلازمېنه ډیلي کې یوه الوتکه هوايي ډګر ته څېرمه د ښکته کېدو پرمهال لوېدلې، چې لږترلږه ۱۰ کسان پکې وژل شوي دي.

د بیچ کرفټ کینګ هوايي شرکت له الوتکې د هند سرحدي ځواکونو ګټه اخیسته، چې د نوي ډيلي په دوارکه ولسوالۍ کې له یوه دېوال سره وجنګېده او اور یې واخیست.

چارواکي وايي، په الوتکه کې د سرحدي ځواکونو د ګزمې افسران لېږدول کېدل.

که څه هم په تېرو څو کلونو کې د هند د هوايي چلند خوندیتوب ښه شوی و، خو په هېواد کې د خصوصي هوايي شکرتونو ډېرېدو د الوتکو د کیفیت په اړه اندېښنې راپورته کړې.

د ۲۰۱۰ په مې کې هم یوه الوتکه په منګلور ښار کې ولوېده، چې لږترلږه ۱۶۰ کسان پکې ووژل شول.

ویل کېږي، دغه دوه ماشین لرونکې الوتکه د ډیلي له نړیوال هوايي ډګر نه د ختیځ ایالت جهارکند رانچي ته په لاره وه.

د ډیلي د اوروژنې د ادارې مشر اې کې شرما اې ایف پي خبري آژانس ته ویلي "الوتکه په ځايي وخت سهار شاوخوا نهه بجې او ۵۰ دقیقې ډکر شوه، او له ځمکې او رادار سره یې تخنیکي اړیکه پرې شوه".

په ځینو وېډیويي انځورونو کې ښکاري، چې په سیمه کې د الوتکې د لوېدو پرځای اور بل دی او د الوتکې ټوټې یوې او بلې خوا ته پرتې دي.

د هند د هوايي چلند وزیر مهیش شرما رسنیو ته ویلي، "ټول ۱۰ مسافر وژل شوي دي".

د سورج په نامه یوه عیني شاهد خبریالانو ته ویلي، الوتکه له یوه دېوال سره وجنګېده، اور یې واخیست او له هوايي ډګر بهر په یوه کرونده کې راولوېده.

Image caption سیمې ته د اوروژنې لسګونه کارکوونکي رسېدلي دي
Image caption د بېړنیو حالاتو پر وړاندې کارکوونکي سیمې ته استول شوي

دی وايي: "الوتکه کې به تقریباً ۱۰ کسان سپاره وو. ما دوه مړي ولیدل. خو پر ځمکه ځینې کار کوونکي هم وو".

د الوتکې د لوېدو او اور ځای ته د اور وژنې موټر او د بېړیو حالاتو پروړاندې د مبارزې کارکوونکي رسېدلي دي.

د ۲۰۱۱ په مې میاشت کې ۱۰ کسان هغه مهال ووژل شول، چې یوه طبي کوچنۍ امبولانس ډوله الوته ډیلي ته څېرمه فرید آباد ښار کې ولوېده.