کینيایي مسلمانانو عیسویان له سخت دریځو وژغورل

د سومالیا الشباب ډلې وسله وال له کینیا سره پر پوله بریدونه کوي
Image caption د سومالیا الشباب ډلې وسله وال له کینیا سره پر پوله بریدونه کوي

عیني شاهدان وایي، یوه ډله کینیایي مسلمانانو چې په بس کې یې سفر کاوه د اسلامي سخت دریځو له برید سره مخ شول، خو له غوښتنې سره سره له عیسوي مسافرو جلا نه شول او په دې توګه یې هغوی وساتل.

یوه سیمه ییز چارواکي د کینیا رسنیو ته ویلي چې د بس سپرلیو وسله والو ته وویل "یا دې ټول ووژني یا دې ټول پرېږدی".

د سومالیا پر پوله الواک کلي ته څېرمه په دغه برید کې لږ ترلږه دوه کسان وژل شوي دي.

برید د سومالیا "الشباب" سخت دریځې اسلامپالې ډلې کړی دی. دا ډله ډېر کله د کینیا په شمال ختیځو سیمو کې بریدونه کوي.

د مسافرو دا بس د کینیا له پلازمېنې نایروبي د ماندېرا ښار پر لور روان وو.

الشباب ډلې په اپریل میاشت کې په ګاریسا پوهنتون کې ۱۴۸ کسان ووژل، ویل کېږي چې هغه مهال یې عیسویان بیل کړل او ډېرو مسلمانانو ته یې د تګ اجازه ورکړه.

تېر کال هم الشباب ډلې ماندېرا ته نژدې پر یوه بس برید کې ۲۸ غیرمسلمان وژلي وو. دا کسان نایروبي ته د کریسمس رخصتیو لپاره روان وو.

خو د ماندېرا والي علي روبا د کینا ډېلي نېشن ورځپانې ته ویلي، "سیمه ییزو خلکو دا ځل له ځانه هېوادپالنه او خپلولي وښوده." علي ویلي، له دې سره وسله والو ټول مسافر پرېښودل.

د "مکه" تراسپورتي شرکت یوه کارکوونکي چې د بس له چلوونکي سره یې خبرې کړي، بي بي سي ته تایید کړه چې مسلمانو مسافرو د وسله والو دا غوښتنه رد کړه چې له عیسويانو بېل شي.

دغه کارکوونکي وویل، یو مسافر هغه مهال ووژل شو چې له بس نه تر ښکته کېدو وروسته یې هڅه وکړه له وسله والو وتښتي.

وروسته له هغه چې کینیایي ځواکونه په ۲۰۱۱ کال کې د سخت دریځو د ځپلو لپاره سومالیا ته ننوتل، الشباب ډله دوی سره په جګړه ده. د کینیا د شمال ختیځې برخې ډېر اوسېدونکي سومالیایان دي.