بريتانوۍ مسلمانه کورنۍ امریکا ته له تلو منعه شوې وه

د انځور حقوق AFP
Image caption دغه کورنۍ وايي دوی ته هېڅ نه دي ویل شوي چې ولې امریکا ته د تلو اجازه نه ده ورکړل شوې

په بریتانیا کې د کارګر ګوند له خوا د پارلمان غړې سټیلا کریسي پر صدراعظم ډېوېډ کميرون غږ کړی چې له امریکا نه پوښتنه وکړي چې ولې یې یوه بریتانوي مسلمانه کورنۍ نه ده پریښې چې امریکا ته لاړه شي.

د یولسو غړو دغې مسلمانې کورنۍ په کليفورنیا کې خپلې رختصۍ پلان کړې وې خو کله چې د ډسمبر په ۱۵ نېټه امریکا ته د سفر په نیت هوايي ډګر ته لاړل، پرې نښودل شول چې الوتکې ته وخيژې.

د دې کورنې یوه غړي محمد زاهد محمود ویلي دوی ته هېڅ نه دي ویل شوي چې ولې امریکايي چارواکو دوی ته اجازه نه ده ورکړې چې امریکا ته سفر وکړي.

د بریتانیا د صدراعظم دفتر ویلي چې ښاغلی کمېرون به دې راپورته شوې موضوع ته ځواب ووايي.

خو آغلې کریسي چې دغه مسلمانه کورنۍ یې په انتخاباتي محله کې اوسېږي صدراعظم ته لیکلي، چې پر امریکايي چارواکو د دغه مخ په زیاتېدونکې ستونزې په اړه فشار واچوي.

هغې ویلي چې بریتانوي مسلمانان نه پرېښودل کېږي چې امریکا ته سفر وکړي او هېڅ دلیل هم ورته نه ویل کېږي چې ولې.

آغلې کریسي خبرې رسنیو ته ویلي چې دغه موضوع چې امریکا ته بریتانوي مسلمانان نه پرېښودل کېږي د خلکو ترمنځ غوسه او بحثونه پاروي.

ښاغلی محمود وايي سره له دې چې دوی امریکا ته د سفر کولو لپاره ټول اسناد لرل خو په هوايي ډګر چارواکو ورته وویل چې دوی نه شي کولای امریکا ته په تلوونکې الوتکه کې وخېژي.

نوموړی زیاتوي چې د بریتانیا سرحدي پولیس ورته ویلي چې له واشنګټن نه ورته ټېلېفون شوی و چې د دوی د سفر کولو مخه دې ونیول شي.

دی وايي له دې په روښانه توګه ښکاري چې دا یو توپیري چلند دی او له بله پلوه هوايي شرکت ورته ویلي چې د ټکټونو پیسې به یې چې ۹۰۰۰ پونډه کېږي بیرته نه ورکوي.