نیکولاس کېج د غلا شوي ډیناسور کوپړۍ منګولیا ته ستنوي

نیکولاس کېج د انځور حقوق Getty
Image caption نیکولاس کېج د ډیناسور دغه کوپړۍ د ۲۰۰۷ کال په یوه لیلام کې په ۲۷۶ زره ډالرو اخیستې ده.

د هالیووډ پېژندل شوي فلمي ستوري نیکولاس کېج د یوه کمیابه ډیناسور کوپړۍ چې د ۲۷۶ زره ډالرو مقابل کې یې رانیولې وه، منګولیا ته ستنوي. ښاغلي کېج په ۲۰۰۷ کال د دغې کوپړۍ د رانیولو پرمهال د هغې د غلا په اړه معلومات نه لرل.

رپوټونه وايي، د تیرانوسور باتار (تابورسور) په نامه ډیناسور ددغې کوپړۍ ترلاسه کولو پرسر ښاغلي کېج د یوه بل فلمي ستوري لیوناردو دي کاپریو په مقابل کې ډېرې پیسې وړاندې کړې.

د امریکا د کورني امنیت وزارت یو کال وړاندې ښاغلی کېج خبر کړ، چې دغه کوپړۍ شاید غلا شوې وي او ډېرو څېړنو وښوده چې دا کوپړۍ په ناقانونه توګه له منګولیا نه ایستل شوې ده.

د ډیناسور دا کوپړۍ امریکايي چارواکو ته سپارل شوې چې بیا وروسته به د منګولیا حکومت ته وسپارل شي.

د نیویارک منهاټن څارنوال پریت بارارا تېره اونۍ ددغې کوپړۍ د ضبطولو امر وکړ.

له ۲۰۱۲ کال راهیسې، لویې څارنوالۍ په منهاټن کې تر ۱۲ ډېر منګولیايي لرغوني توکي منګولیا ته سپارلي، چې درې په کې د د باتار ‌ډیناسورانو لویې مجسمې دي.

په ۲۰۱۴ کال، د امریکا یوې محکمې امریکایی کیندونکی او سوداګر اریک پروکوپي درې میاشتې له دې کبله بندي کړ، چې له منګولیا نه یې د ډیناسور هډوکي قاچاق کړي، چې یو پکې د باتار ډیناسور هډوکی دی.

د تیراناسور باتار لرغونوالی شاوخوا ۷۰ میلیون کاله وړاندې ښودل شوی، چې د لرغونپوهانو په وینا دغه ډیناسور بل ځای نه دی اوسېدلی.

دغه ډیناسور ته د آسیايي ډیناسور په سترګه هم کتل کېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption له امریکا نه منګولیا ته په ۲۰۱۳ کال د یوه ډیناسور د ستنې کړل شوې مجسمې ننداره

منګولیا په ۱۹۲۴ کال د ډیناسور د هډوکو او پاتې شونو صادرول ناقانونه وګرځول.

په نیویارک کې څېړونکي وايي "پروکوپي په یوازې سر له تاریخي پېر د وړاندې زمانې د لرغونو توکو د سوداګرۍ لپاره تور بازار چلاوه".

خو لاهم په کره توګه نه ده په ډاګه شوې، چې آیا پروکوپي د ډیناسور د هغې کوپړۍ په قاچاق کې لاس لري، چې کېج اخیستې او که نه.