په دفاعي برخه کې د هند او روسيې تر منځ خبرې

د انځور حقوق RIA Novosti
Image caption هند د روسيې لپاره د ځانګړي اهميت وړ دی ځکه چې نوموړی هېواد خپلې ډېری وسلې له روسيې پېري

د هند لومړی وزير نرېندار مودي د روسيې له ولسمشر سره د ليدنې لپاره مسکو ته تللی.

ويل کېږي د دواړو غاړو تر منځ خبرې به په دفاعي او اقتصادي برخو کې د پرمختګ په اړه ترسره شي.

نريندرا مودي تېره ورځ د روسيې پر دوه ورځني سفر مسکو ته تللی.

له ۲۰۰۰ کال راهيسې د هند او روسيې تر منځ دا ډول خبرې هر کال ترسره کېږي. دغه دواړه هېوادونه د سړې جګړې پر مهال د يو بل ښه ملګري وو، خو په تېرو څو کلونو کې يې اړيکي يو څه ترينګلي شوي دي.

د روسيې او هند تر منځ هر کال نژدې لس ميليارده ډالره سوداګري کېږي، روسيه هند ته د پوځي وسايلو په برابرولو کې دوهم هېواد دی.

د هند د دفاعي چارو شننونکی ادي بهاسکر، روسيې ته د ښاغلي مودي سفر د دواړو هېوادونو تر منځ د يوې ښې موقع په سترګه ګوري.

دی وايي د دواړو هېوادو تر منځ دفاعي او ستراتېژيک اړيکي ډېر مهم دي ځکه هند د خپل پوځ لپاره ډېری وسله له روسيې اخلي.

اقتصادي کارپوهان وايي هند هم د روسيې لپاره د ځانګړي اهميت وړ دی، ځکه چې هند د نړۍ یو له هغو هېوادو دی چې ډېره وسله پېري او هغه هم له روسيې.

ورته مطالب