د روسیې نفتو صنعت مهم شخصیت ښايي بریتانیا کې پناه وغواړي

د انځور حقوق AP
Image caption خودورسکوفسکي چې اوس په جلاوطنۍ کې ژوند کوي د درغلیو په تور یوه لسیزه په زندان کې تېره کړه.

روسیې کې د نفتو صنعت یو مهم شخصیت، خودورکوسفکي چې د روسیې پر ولسمشر ولادمیر پوتین نیوکې کوي وايي، ښايي بریتانیا کې د سیاسي پناه غوښتنه وکړي، ځکه وايي ځان په لندن کې خوندي احساسوي.

۹۰ لسیزه کې د ورسیې یوې محکمې د سایبریا یوه ښاروال وژنې په تور په غیاب کې د نوموړي د نیولو امر کړی و. بي بي سي سره خبرو کې نوموړي ویلي:

'' دا رښتیا ده، چې زه بریتانیا کې د پناه غوښتنې په اړه فکر کوم. څرګنده ده، چې پوتین اوس ما ته د یوه خطر په نظر ګوري.''

خودورکوسفکي، چې د روسیې له خورا شتمنو کسانو یو بلل کېږي، د یوکوس تېلو شرکت څښتن دی.

دغه شرکت اوس تړل شوی دی. نوموړي د درغلیو په تور د سایبریا زندان کې لس کاله تېر کړي دي، چې وايي تر شا یې سیاسي انګیزه وه.

۲۰۱۳ کال کې د روسیې ولسمشر د نوموړي بښنې اعلان وکړ او له هغه وروسته ښاغلی خودورسکوفسکي له هېواده بهر مېشت دی. هغه وایي:

د انځور حقوق AP
Image caption خودورکوسفکي بي بي سي ته ویلي چې د هغه د نیولو په اړه د روسۍ محکمې د پرېکړې تر شا سیاسي انګېزې شته دي

'' د ولسمشر پوتین په نظر زه اوس د هغه لپاره یو خطر یم، له هېواده بهر د روسي جایداد کنترول له کبله اقتصادي خطره او د ۲۰۱۶ کال ټاکنو کې له جمهوري کاندیدانو سره د ممکنه مرستې له کبله سیاسي خطر یم.''

د بي بي سي خبریال رچارډګالپن له نوموړي وپوښتل چې دا وروستیو کلونو کې د روسیې ولسمشر پوتین څرګندو مخالفانو له مړینې وروسته ایا ځان ته خطر احساسوي؟

په ځواب کې خودورکوسفکي وايي، چې ''د دغه حکومت د مخالفانو مړینې تاریخ عادي نه دی، خو زه لس کاله زنداني وم هره ورځ کېدای شوای زه وژل شوی وای. زه د هغو ورځو پر تله لندن کې ځان خورا خوندي احساسوم.''

د هغه د نیول کېدو په اړه د امر په تړاو نوموړی وايي، چې ' روسي چارواکي لیوني شوي دي'

پر نوموړي تور دی، چې خپلو کارکونکو ته یې د ښاروال او یوه کاروباري شخصیت د وژلو امر کړی و.

خو کاروباري شخصیت له بریده روغ وتلی و.

څېړونکي وايي ښاروال ولادمیرپیتوخوف د ۱۹۹۸ کال جون کې له دې کبله وژل شوی و، چې وايي نوموړي د خودورکوسفکي له شرکته د مالیې ورکړې غوښتنه کوله.

پر یوکوس شرکت داسې تورونه هم وو، چې ګواکې د مالیې له ورکړې یې ډډه کوله.

مسکو کې د بي بي سي خبریاله سارارینزفورډ وايي د یاد په تړاو وارله مخه پنځه کسان محاکمه شوي دي او تر هغې چې خودورکوسفکي روسیې ته ستون نه شي د نیول کېدو امر له کبله له ورته کوم خطر متوجه نه دی.