امریکا کې احتجاجیانو د هوايي ډګر لاره ډب کړه

د انځور حقوق
Image caption پولیسو او د مارکیټ ساتونکو سملاسي د احتجاج کونکو مخه ونیوله

د امریکا کالیفورنیا ایالت کې بلیک لایوز مېټر نومي ډلې په داسې حال کې احتجاج کړی، چې دغه هېواد کې د سوداګریزې راکړې ورکړې له پلوه خورا بوخته ورځ وه.

د مېنیسوټا ښار دغو احتجاجیانو په موقت ډول نړیوال ډګر ته تللې لارې وتړلې او د کرسمس لپاره یې د سوداګریزې راکړې ورکړې مخه ډب کړه.

پولیس وايي د عدالت مخنیوي او ګډوډي رامنځته کولو په تور یې ۱۵ کسان نیولي دي.

دغو کسانو مینیاپولیس کې د پولیسو له لوري د یوه تور پوستي کس د وژل کېدو پېښې خلاف احتجاج کاوه.

د انځور حقوق
Image caption نړیوال هوايي ډګر ته ته غځیدلې لاره د یوه څه ځنډ لپاره ډب شوه او تګ راتګ له ځنډ سره مخامخ شو

جامار کلارک تېره میاشت یوه برید ته د غبرګون لړ کې د پولیسو له لوري وژل شوی و.

د مال اف امریکا نومي مارکیټ کې، چې د شمالي امریکا له مهمو بازارونو یو دی سلګونو کسانو د یوه قاضي له هغه خبرداري وروسته برخه واخیسته، چې وايي د مارکیټ څښتنان کولای شي په قانوني توګه د احتجاج مخه ونیسي.

بلیک لایوز مېټر نومي ډلې د دغه خبرداري پر وړاندې د احتجاجي غونډې رابللو پرېکړه کړې وه.

پولیس او د مارکیټ ساتونکي سملاسي د احتجاج کونکو پر وړاندې ودرېدل او خبرداری یې ورکړ، چې که څوک سملاسي لاړ نه شي و به نیول شي.

د مارکیټ شاوخوا سیمه د یو څه ځنډ لپاره کلابنده شوې وه، خو پکې دکانونه یوازې د یوه ساعت لپاره وتړل شول.

یو مهال پولیسو حالت '' خورا خطرناک وباله ''.

د انځور حقوق
Image caption بلیک لایوز مېټرز په خپلواکه توګه په فیرګکوسن، مېسیوري نیویارک او نورو ښارونو کې د پولیسو له لوري د تورپوستو کسانو د وژل کېدو خلاف له احتجاجونو وروسته رامنځته شو

بل لور ته سان فرانسسکو کرانیکل په یوه ځانګړي رپوټ کې ویلي د کالیفورنیا سټي نړیوال هوايي ډګر ته غځېدلې لویې لارې تړلو په تور اته کسان د چهارشنبې په ورځ نیول شوي دي.

پر ټولنیزو پاڼو د احتجاج کونکو تصویرونه لیدل کېږي، چې پر لوحو یې د ماریو ووډ نومي تور پوستي سړي لپاره د انصاف غوښتنه لیکلې.

نوموړی سان فرانسسکو کې د چاقو یوه برید په شک پولیسو په ډزو وژلی و.

بلیک لایوز مېټرز په خپلواکه توګه په فیرګوسن، مېسیوري نیویارک او نورو ښارونو کې د پولیسو له لوري د تورپوستو کسانو د وژل کېدو خلاف له احتجاجونو وروسته رامنځته شو.

د افریقايي الاصله امریکایانو خلاف د پولیسو زور زیاتي یوه روانه موضوع ده. دې لړ کې له یوه کال ډېره موده کېږي، چې د امریکا لر او بر کې احتجاجونه کېږي، چې کله ناکله پکې تاوتریخوالی هم لیدل کېږي.