امریکا کې د توپان له کبله ۱۱ کسان وژل شوي دي

Image caption پروسږ کال هم د سویلي ختیځ مسي سپي ایالت کې د توپان له کبله لږ تر لږه پنځه کسان ووژل شول

د امریکا متحدو ایالتونو کې د یوه خورا چټک توپان له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۱ ته ورسېد او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

د هوا پېژندنې ادارې مسوولینو دا یو ' خورا خطرناک ' توپان بللی. رپوټونو کې ویل شوي، چې د یاد توپان له کبله ودانیو ته هم زیان اوښتی.

مسي سپي کې، چې دغه توپان پکې راغلي چارواکي ځايي اوسېدونکو ته د مرستو رسولو هڅه کوي.

دغه ایالت کې وژل شویو کسانو کې یو ماشوم هم شامل دی، چې له خپلوانو سره ګاډي کې موجود و.

د ماشوم نور خپلوان روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي. چارواکي وايي د شمال ختیځ ایالت په یوه کوچني هوايي ډګر کې ولاړې یو شمېر الوتکې نسکورې شوې دي او یو شمېر کسان ټپیان شوي دي.

ایسوشیټیډ خبري اژانس د کلارکس ډيل ښاروال بل لوکیټ له قوله لیکلي، چې وايي:

د انځور حقوق AP
Image caption چارواکو دا یو ' ډېر خطرناک ' حالت بللی

زه دا مهال سخت اوښتي زیانونه وینم، اوسپنیز څاردونه هر لور ته له ونو چاپیر دي، ګڼ شمېر ولاړې الوتکې نسکورې شوې او زما پر وړاندې یوه ودانۍ ده، چې په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.

رپوټونو کې ویل شوي دي، چې مسي سپي کې راغلی توپان، چې د بادونو چټکتیا یې په یوه ساعت کې ۱۰۰ میلو ته رسیږي اوس د ټینیسي لور ته روان دی.

چارواکو په کینټاکي، الاباما، انډیانا الینوی او میزوري ایالتونو کې له کرسمسه مخکې د خرابې هوا وړاندوینه کړې.

اوکلاهاما کې د توپانونو خبرداري مرکز ویلي ' حالت ډېر خطرناک دی '

پروسږ کال هم د سویلي ختیځ مسي سپي ایالت کې همدغو ورځو شپو کې د توپان له کبله لږ تر لږه پنځه کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

۲۰۱۲ کال کې د کرسمس پر مهال له ټکساس نه تر الاباما سیمې پورې توپانونو ویجاړي رامنځته کړه.