د جنوبي امریکا سېلابونو سلګونه زره کسان بېځايه کړي

د انځور حقوق AFP
Image caption د اوړي موسم د تېزو بارانونو له امله په تېرو څو کلونو کې دغه تر ټولو ناوړه او لوي سېلابونه ګڼل کېږي

د راپورونو له مخې تر ۱۵۰۰۰۰ زيات کسان په پراګوای، ارجنټاين، يوروګواي او برازيل کې د سېلابونو او تېزو بارانونو له امله بې کوره شوي دي.

د اوړي موسم د تېزو بارانونو له امله په تېرو څو کلونو کې دغه تر ټولو ناوړه او لوي سېلابونه ګڼل کېږي.

د دغو سېلابونو له امله تر ټولو ډېر زيانمن شوي هېواد پراګواي ولسمشر اوريشيو کارټز ۵،۳ میليون ډالرو مرسته او بېړنی حالت اعلان کړی دی.

ويل کېږي د پراګوای سيند ۳۰ سانتي متره له خپلو څنډو اوښتی، چې له امله يې کېدای شي په نورو سيمو کې هم سېلابونه راشي.

چارواکي وايي له دې کبله کېدای شي په زرګونو خلک چې د دغه سيند پر غاړو اوسېږي زيانمن شي.

د تېزو بادونو له امله نژدې د برېښنا ۲۰۰ ستنې له منځه تللې دي.

د انځور حقوق AFP

په پراګوای کې څلور کسان د ونو غورځېدو له امله وژل شوي دي.

بل خوا په شمالي ارجنټاين کې شاوخوا ۲۰۰۰۰ کسان له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي او په دغه هېواد کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي.

همدا ډول د برازيل جنوبي ايالت ريو له يو شمېر ښارونو نژدې ۱۸۰۰ کورنۍ د خپلو کورو پرېښودلو ته مجبوره شوې دي.