سوریه کې بمبارۍ د ''جیش الاسلام'' مشر وژلی

زهران علوش د انځور حقوق AFP
Image caption علوش په سوریه کې د لویې مخالفې ډلې وتلی مشر و، چې ډله یې دمشق ته څېرمه پر ګڼو سیمو واکمنه ده.

رپوټونه وايي، په سوریه کې د نظام 'جیش الاسلام' ډلې مشر زهران علوش او ځینې نور مشران دمشق ته څېرمه په یوه هوايي برید کې وژل شوي. 'جیش الاسلام' اوس ابو همام البویضاني خپل نوی مشر ټاکلی.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، دغې ډلې د خپل پخواني مشر تر وژل کېدا څو ساعته وروسته نوی مشر ټاکلی دی.

''جیش الاسلام'' ډله چې اټکل دی، د سعودي عربستان له خوا یې ملاتړ کېږي، د بشار الاسد په مشرۍ د واکمن نظام پرضد تر ټولو قوي وسله واله مخالفه ډله ده.

د سوریې د بشري حقونو د څار بریتانیا مېشتې ډلې ویلي، جنګي الوتکو د دمشق ختیځ الغوطه سیمې په اوتایا کې د ''جیش الاسلام'' ډلې د مشرانو یوه غونډه په نښه کړې ده، چې ځینې مشران پکې وژل شوي دي.

''جیش الاسلام'' ډلې په وروستیو کې د وسله والو مخالفانو په هغې غونډې کې ګډون کړی، چې سعودي عربستان کې جوړه شوې وه، چې له حکومت سره د سولې یوه جوړجاړي ته رسېدل یې هدف و.

د سوریې رسمي خبري رسنیو ویلي، علوش د ''سوري پوځ په بمبارۍ کې '' وژل شوی دی.

فرانس پرېس خبري آژانس د سوریې د ''یوې امنیتي سرچینې'' له قوله ویلي: ''په برید کې ''لسګونه'' مخالف جنګیالي وژل شوي دي.

سرچینه وايي، د سوریې هوايي ځواک په برید کې هغه توغندي توغولي، چې په وروستیو کې یې له روسیې نه تر لاسه کړي وو.

خو رسنۍ د ''جیش الاسلام'' ډلې د یوه وتلي قومندان له قوله ویلي، ۴۴ کلن علوش، د الوتکو په هغو درو بریدونو کې وژل شوی، چې هدف یې د دغې ډلې د مشرانو د پټې ناستې په نښه کول وو.

رویټرز ددغې ډلې د سرچینو په حواله ویلي، روسي الوتکو لږترلږه په بریدونو کې ۱۰ توغندي توغولي دي.

د مخالفانو د همغږۍ سیمه ییزو جرګګیو ویلي، علوش د روسیې په برید کې وژل شوی.

د لوېدیځو استخباراتو سرچینو ویلي، ''جیش الاسلام'' د ۱۵۰۰۰ او ۲۰۰۰۰ ترمنځ جنګیالي لري.

علوش په سوریه کې د لویې مخالفې ډلې وتلی مشر و، چې ډله یې دمشق ته څېرمه پر ګڼو سیمو واکمنه ده.

د انځور حقوق Getty
Image caption د لوېدیځو استخباراتو سرچینو ویلي، ''جیش الاسلام'' د ۱۵۰۰۰ او ۲۰۰۰۰ ترمنځ جنګیالي لري.

فرانس پرېس خبري آژانس د بشري حقونو د څار ډلې د مشر رامي عبدالرحمن له خولې ویلي، د ''جیش الاسلام'' نوی مشر ابو همام البویضاني یو سوداګر او د دوما سیمې یو جنګیالی دی چې کورنۍ یې له اخوان المسلمین ډلې سره تړاو لري.

'د سولې خبرې'

په بیروت کې د بي بي سي خبریالې لینا سنجاب په باور دا پېښه کولی شي د ریاض ناستې ګډونوالو ته مهم پیغام ورکړي چې د سوریې دولت له کومو ډلو سره احتمالي خبرو ته لېواله دی او کومو ته نه دی.

جیش الاسلام د دمشق د کلک ملاتړي هېواد روسیې لخوا د "ترهګرو ډلو" په جوړ شوي لست کې وو.

سره له دې هم جیش الاسلام د سوریې حکومت مخالفو ډلو په هغه ناسته کې ګډون نه وو کړی چې څه موده مخکې په ریاض کې ترسره شوه.

دا ډله چې ویل کېږي د سعوي لخوا یې ملاتړ کېږي، د دمشق په ختیځ غوطه نومې سیمه کې د کښتونو مهمه برخه ددوی تر کنټرول لاندې وه.

جیش الاسلام د اسلامي دولت (داعش) ډلې د وسله والو تر ځپلو وروسته دا سیمه له هغوی نیولې ده.

کارپوهان باور لري چې د زهران علوش او د جیش الاسلام نورو مشرانو وژل کېدل که د سوریې پوځ لخوا وي یا روسیې، کولی شي د سوریې دولت او مخالفینو ترمنځ د سولې خبرو جوړېدونکی بهیر په جدي توګه زیانمن کړي.

جیش الاسلام د اسلامي جبهې یو له مهمو ډلو ګڼل کېږي چې د څو اسلامپالو ډلو له ایتلاف څخه جوړه شوې ده.

سره له دې چې دا ډله سلفي افکار لري او د یوه اسلامي حکومت جوړېدو هڅه کوي، له اسلامي ډلې (داعش) او نصرت جبهې سره یې هم جګړې کړې دي.

ورته مطالب