ایران د ۲۷ سُنیانو اعدامولو پرېکړه تایید کړې ده

د انځور حقوق AFP

د ایران سترې محکمې د ''نظام پرضد د تبلیغاتو په جرم'' د ۲۷ نیول شویو سُنیانو د اعدامولو پرېکړه تایید کړې ده.

د ایران د بشري حقونو د فعالانو ډلې 'هرانا' ویلي، دا هغه کسان دي، چې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ موده کې د استخباراتو له خوا د ایران د نظام پر وړاندې د ''تبلیغاتو'' خپرولو او ''وسله والو اعمالو'' کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي.

سرچینه وايي، په ایران کې د سترې محکمې حکم قطعي بڼه لري، او محکومین دا مهال د تهران لوېدیځ کرج ښار په 'رجائي' زندان کې پراته دي.

ایراني چارواکو د تېرې مارچ میاشتې د څلورمې پر ګهیځ وختي درې ایراني سُني کردان د کردستان ولایت د مرستیال مشر د وژنې په تور اعدام کړي وو.

ایران پر دغو کسانو تور لګولی و، چې ګني له سخت ''دریځو سلفي ډلو'' سره یې هم تړاو درلود.

د بشري حقونو د څار ډلې په یوه مخکیني راپور کې پر ایران غږ شوی و، چې د سُني لږکیو پر وړاندې له تاوتریخوالي لاس واخلي، او دوی په دې هېواد کې په ازاد ډول د خپلو ''مذهبي اعمالو'' ترسره کولو ته پرېږدي.

دغه سازمان دا هم ویلي وو، د ایران حکومت باید پر خپلو هغو ژمنو وفا وکړي، چې ولسمشر حسن روحاني د ټاکنیزو تبلیغاتو پرمهال ویلي وو، د لږکیو حقونه به د خپل کار په لومړیتوبونو کې راولي.

خو اوس ښکاري چې په تهران او نورو سیمو کې د سنیانو لپاره جوماتونو جوړولو ته اجازه نه ورکول کېږي.

د بشري حقونو څار ډله کې د منځني ختیځ او شمالي افریقا د چارو مشرې سارا لیا ویټسن ویلي ''په ایران کې باید سُنیانو ته په آزاد ډول د خپلو مذهبي اعمالو ترسره کولو اجازه ورکړله شي''.

ویټسن زیاتوي ''روحاني ته مذهبي لږکي خوشحاله وو، خو یوازې ژمنې کافي نه دي، ځکه چې امنیتي کسان سنیان د دوی په ځانګړو جوماتونو کې لمنځونو ته نه پرېږي''.

ورته مطالب