عراقي ځواکونه رمادي کې د "داعش مورچلو ته ننوتلي"

د انځور حقوق AP
Image caption له څه مودې راهيسې، حکومتي ځواکونه هڅه کوي چې رمادي ښار له "اسلامي دولت" ډلې بېرته ونيسي.

سرچينو بي بي سي ته ويلي چې عراقي ځواکونه د رمادي ښار د يوې پخوانۍ مرکزي ادراې ودانۍ ته ننوتلي، له کومه ځايه چې به "اسلامي دولت" نومې ډلې د حکومت پر وړاندې بريدونه پلان کول او له دغې ودانۍ به يې د خپل مقاومت په خاطر کار اخيست.

سرچينې زياتوي، عراقي ځواکونه تراوسه يوازې يوې ودانۍ ته ننوتلي، د چاودېدونکو توکو د وېرې له امله له احتياط څخه کار اخلي.

له څو اوونيو راهيسې، حکومتي ځواکونه هڅه کوي چې رمادي ښار له نوموړې ډلې بېرته ونيسي.

په بغداد کې د بي بي سي خبريال وايي، وروستيو پرمختياوو ته په کتو داسې برېښي چې پوځ د رمادي ښار بېرته نيولو ته نژدې شوی دی.

عراقي ځواکونه وايي، داسې ښکاري چې د "اسلامي دولت" ډلې جنګيالي د ښار شمال ختيځ ته تښتېدلي دي.

د سنيانو دغه ښار، رمادي له پلازمېنې بغداده ۹۰ کیلومتره لرې پروت دی، چې د روان کال مې مياشت کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې له خوا نيول شوی و.

د عملياتو په پيل کې عراقي ځواکونو ويلي وو، چې تر ۳۰۰ وسله وال په ښار کې شته چې په څو ورځو کې به يې له منځه يوسي.

د رمادي ښار د عملياتو پرمختګ چټک نه و، حکومتي ځواکونه وايي نه غواړي قوي شيعه ملېشې په دغه جګړه کې وکاروي، ځکه کېدای شې له دې امله مذهبي شخړې رامنځ ته شي.

ورته مطالب