ترکيه کې د "اسلامي دولت" ډلې ضد خبريال وژل شوی

د انځور حقوق RBSS

د "اسلامي دولت" نومې ډلې ضد يو فعال او فلم جوړونکی په ترکيه کې د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

د ترکيې د رسنيو په وينا ۳۸ کلن ناجي جرف په غلې تپانچه د ترکيې او سوريې له پولې سره نژدې په ډزو ويشتل شوی.

ښاغلی جرف د "رقه په خاموشۍ کې وژل کېږي" فلم ډايرکټر و. د خبريالانو دغې يوې ډلې د خپل ژوند په بيه د "اسلامي دولت" ډلې د زور زياتي په اړه راپورونه ورکول.

جرف د دغه ګروپ دوهم کس دی چې وژل کېږي، څه موده وړاندې احمد محمد موسی هم په سوريه کې وژل شوی و.

ښاغلی جرف د "اسلامی دولت" نومې ډلې پر کړنو نيوکې کولې، او د دې ډلې په اړه يې دوه مستند فلمونه هم جوړ کړي وو. يو فلم يې په "حلب کې د سوري فعالانو وژل" او بل يې "رقه په خاموشۍ کې وژل کېږي" وو.

جرف دوه لوڼې درلودې، د نوموړي يو ملګری وايي، ده او کورنۍ ته يې فرانسې پناه ورکړې وه او غوښتل راتلونکې اوونۍ پاريس ته ولاړ شي.

ښاغلی جرف، "رقه په خاموشۍ کې وژل کېږي" تر څنګ په سوريه کې د حنطه په نامه د يوې مجلې مسوول مدير هم وو، چې په سوريه کې د ورځني ژوند په اړه يې راپورونه خپرول.

تراوسه هېڅ کومې ډلې د جرف د وژلو پړه پر غاړه نه ده اخيستي خو د شک سترګې د "اسلامي دولت" ډلې ته ور اوړي.

د ترکيې پوليس وايي د پېښې په اړه يې پلټنه پیل کړې ده.

ورته مطالب