روسیه څومره مهم نړیوال ځواک دی؟

د انځور حقوق Getty
Image caption چین د یوه نړیوال ځواک په توګه له روسيې مخکې شوی

روسیه چې په ۱۹۹۱ کې د مات شوي پخواني شوروي اتحاد څخه د پاتې شویو ۱۵دولتونو یو دولت دی، په اوسني وخت کې څومره یومهم نړیوال ځواک دی؟

  • د نړې ترټولوسترهېواد او د تېلو تر ټولو ستر تولیدونکي په توګه پاتې دی
  • د ملګروملتونو د امنیتي شورا د پنځو دایمي غړو په کتارکې ېې خپله دایمي څوکۍ ساتلې ده.
  • د روسېې اتومي وسلو (د سړې جګړې په وخت کې له پنځو هېوادو څخه یو، خو اوس له نهو هېوادو څخه یو دی) پرمختګ کړی او عصري شوی دی.
  • په پرلپسې توګه ېې خپل دفاعي لګښتونه زیات کړي او خپل دې هدف ته نژدې شوی چې کولاې شي په محلي او سیمه ییزو جګړو کې برتري ترلاسه کړي خو، د دغو قابلیتونو لپاره ېې اقتصادي بنسټ پرلپسې کمزوری شوی دی.

د روسېې اقتصاد د نړۍ لسم ستراقتصاد دی، خو له هایدروکاربنونو پرته ېې نور تولید لږ دی

فساد او کرایه لټونکو تګلارو ېې اقتصاد سخت کمزوری کړی د شوروي د وخت د بنسټیزو جوړښتونو بار ېې تراوسه پر اوږو پروت دی، او د خپلو خلکو د پوهنې روزنې او طبي اړتیاوو ته ېې د ځواب ورکولو قابلیت مخ په کمېدو دی.

د نړیوال دریځ په ګټه او زیان ېې دوه نور ټکې د یادولو وړ دي:

  • روسیه ځان یو سترځواک بولي- د هېواد دننه هېڅوک دغه ادعا نه ردوي.
  • ډېره موده کېږي چې چین له روسېې نه مخکې شوی او د امریکا د متحدو ایالتونو وروسته د نړۍ دویم ځواک ګرځېدلی.

که څه هم روسیه داسې ښيي چې لومړیتوبونه ېې په اسیا کې دي، خو د اوکراین پر سر لوېدیځ سره له اختلافونو راهیسې، تراوسه هم ځان د لوېدیځ او په تېره بیا له امریکایانو سره پرتله کوي.

په یوراسیا کې ځانګړی ځاې

روسېې د یوځانګړي یوراسیايي قطب په توګه په نړیوال سیاست کې ځان ته یو ځانګړی ځای موندلی، نه د اروپا نه د اسیا ملګری خو په دواړو کې او له هغو نه اخوا د اغېز په لټه کې دی.

د بریکس(Brics) (برازیل، روسیه، هندوستان، چین او جنوبي افریقا) راپورته کېدونکو هېوادونو ډلې کې د روسېې غړیتوب ښيي چې د یوستر نړیوال ځواک دریځ ته لا نه ده رسېدلې( د روسېې له نظره د دې او له پخوا څخه موجود سترځواک دریځ ترمنځ تضاد نشته) او د تمدن له پلوه له اروپا نه توپيرلري.

د انځور حقوق Getty
Image caption د روسېې د اقتصاد لپاره تیل ډېر مهم دي

په اوسني وخت کې روسیه نه غواړي چې د لوېدیځ ترمشرۍ لاندې نړیوالو سازمانونو لکه اروپايي اتحادېې غړې شي.

روسېې هڅه کړې چې خپله یوه بدیله لاره پېداکړي، چې وروستۍ بېلګه ېې یوراسیايي اتحادیه ده، چې هم سیالي کوي او هم د لوېدیځو معیارونو او ارزښتونو له باره خلاصه ده.

خو د روسېې د اقتصادي ستونزو او د لا نژدېوالي په اړه د نورو هېوادونو د زړه نازړه توب له امله نه ده معلومه چې د هغوې اتحادیه به څومره موده دوام وکولای شي.

د دې معلومول هم سخت دي چې ایا روسیه د خپل اغېز له خپرولو اخوا نور څه غواړي.

بهرنۍ مرستې ېې ډېرې کمې دي (د پخواني شوروي د نورو دولتونو اخوا- چې هدف ېې معمولا د یوې دوه اړخیزې تورې په شان بلل کېږي)، او د ۱۹۹۰یمو کلونو راهیسې ېې د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې سولې ساتونکو هڅو کې ونډه ډېره کمه شوې ده.

د نړۍ ستر اقتصادونه د ناخالص ملي تولید(GDP) له مخې(میلیون امریکايي ډالر،۲۰۱۴):

۱. د امریکا متحد ایالتونه: ۱۷،۴۱۹،۰۰۰

۲. چین: ۱۰،۳۶۰،۱۰۵

۳. جاپان: ۴،۶۰۱،۴۶۱

۴. جرمني: ۳،۸۵۲،۵۵۶

۵. بریتانیا: ۲،۹۴۱،۸۸۶

۶. فرانسه: ۲،۸۲۹،۱۹۲

۷. برازیل: ۲،۳۴۶،۱۱۸

۸. ایټالیا: ۲،۱۴۴،۳۳۸

۹. هندوستان: ۲،۰۶۶،۹۰۲

۱۰. د روسېې فدراسیون: ۱،۸۶۰،۵۹۸

د سوريې تر وروستۍ جګړې پورې، روسيې ځان یو نړیوال ځواک باله، خو رویه يې د یوه سیمه ییزځواک په شان وه.

د روسيې پر وړاندې تر ټولو سترچلنج دا دی چې خپل نړیوال اهمیت وساتي، په داسې حال کې چې ډېری اړونده شاخونه ېې په لوېدو او ملګري ېې لږ دي (چې زیاتره ېې دیکتاتوران دي).

د ځینو له نظره، د روسيې طبیعي او تاریخي برتري په دې معنا ده چې هغه به تل یو مهم لوبغاړی وي.

خو ځینې نور اندېښمن دي چې کېدای شي روسیه د خپلې کمزورۍ د جبیره کولو په خاطر په خطرناکې بهرنۍ ماجراجويۍ لاس پورې کړي.

د ډېرو له نظره، روسيې همدا اوس دغسې کارونه پيل کړي دي.