جاپان او جنوبي کوریا د "جنسي وینځو" مساله حل کړه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جنوبي کوریا به همداراز د هغې مجسمې په لرې کولو غور وکړي چې د "هوساینې ښځو" سمبول ګڼل کېږي

جاپان او جنوبي کوریا د "هوساینې ښځو" د مسالې په تړاو یوې تاریخې هوکړې ته ورسېدل. دغه کوریایۍ ښځې د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال له کوریا نه جاپان ته وړل شوې وې او پوځیانو ترې په زور جنسي ګټه پورته کوله.

جاپان به د دې کار له امله بښنه غواړي او جنوبي کوریا کې د قربانیانو لپاره مرستندویه صندوق ته به ۸،۳ میلیونه ډالر ورکوي.

دې موضوع د اوږدې مودې لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکي ترينګلي کړي وي. د کوریا غوښتنه دا وه چې جاپان په کلکه بښنه وغواړي او جبران ورکړي.

دا تر ۱۹۶۵ کال را وروسته لومړنۍ هوکړه ده او ورسره دواړو لوریو د خبرو اترو ژمنه کړې ده.

دا اعلان وروسته له هغه کېږي چې د جاپان د بهرنیو چارو وزیر فومیو کیشیدا له خپل سیال یون بایونګ سي سره د خبرو لپاره د جنوبي کوریا پلازمېنې سېیول ته رسېدلی دی.

ښاغلي کیشېدا خبریالانو ته وویل چې ښاغلي شینزو ابې د زړه له تله بښنه غوښتې ده.

هغه وویل: "شینزو ابې د جاپان د لومړي وزیر په توګه له ټولو زیانمنو کسانو چي دردېدلي او داسې جسمي او ذهني ټپونه یې خوړلي چې ګرانه ده روغ شي، د زړه له تله بښنه غواړي."

جاپان او جنوبي کوریا ترمنځ د "هوساینې ښځو" هوکړه

  • جاپان به د "هوساینې ښځو" د لاسنیوي لپاره د جنوبي کوریا لخوا اداره کېدونکي بنسټ ته یو میلیارد ین ورکوي
  • لومړي وزیر شینزو ابې به له پیسو ورکړې سره بښنه غواړي او د مسالې "بشپړ مسوولیت" به مني.
  • جنوبي کوریا وایي، که جاپان خپلې ژمنې پوره کړي، نو دوی به دا موضوع په "نهایي او بیا نه ګرځېدونکې توګه"حل شوې بولي.
  • جنوبي کوریا به همداراز د هغې مجسمې په لرې کولو غور وکړي چې د "هوساینې ښځو" سمبول ګڼل کېږي او فعالینو په ۲۰۱۱ کال کې په سېیول کې د جاپان سفارت مخې ته درولې ده
  • دواړه لوري هوکړه کوي چې په نړیواله ټولنه کې به په دې مساله کې یو د بل له ملامتولو ډډه کوي
    د انځور حقوق Reuters
    Image caption اوسمهال په جنوبي کوریا کې له دې ډلې یواځې ۴۶ مېرمنې ژوندۍ دي

اټکل کېږي چې د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال نږدې ۲۰۰ زره ښځې د جاپاني سرتېرو له خوا "جنسي غلامۍ" ته اړې شوې وې. اوسمهال په جنوبي کوریا کې له دې ډلې یواځې ۴۶ مېرمنې ژوندۍ دي.

نورې ښځې له چین، فلیپین، اندونیزیا او تایوان نه راغلي دي.

جاپان وړاندې په ۱۹۹۳ کال کې د یوې اعلامې په خپرولو سره د جنسي غلامانو مسوولیت منلي وو.

جاپان همداراز د لوی جبران له ورکولو ډډه کوله او استدلال یې کاوه چې دا موضوع په ۱۹۹۵ کال کې حل شوه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې عادي شوې، او کوریا ته څه دپاسه ۸۰۰ میلیون ډالره اقتصادي مرسته او پور ورکړل شو.

همدا راز په ۱۹۹۵ کال کې د دغو قربانیانو لپاره یوه شخصي اداره هم رامنځته شوه چې یوه لسیزه یې دوام وکړ، خو د جاپان حکومت پر ځای د مرستندویانو په مالي لګښت یې چارې پر مخ بیول کېدې.