د امریکا ټکساس ایالت کې توپان ۱۱ کسان وژلي دي

د انځور حقوق AP
Image caption توپان په ټکساس کې ونې نړولې، موټرونه یې له منځه وړې او ورسره یې د څو کلیساګانو ودانۍ هم ویجاړې کړې دي

د امریکا پولیس وایي، په ټکساس ایالت کې توپان ۱۱ کسان وژلي او ورسره په ځېنو نورو ایالتونو کې واوره او باران هم د ځينو کسانو د وژل کېدو او بیځایه کېدو لامل شوي دي.

لږ ترلږه اته کسان د ټکساس دالاس سیمې ته نږدې په ګارلېنډ کې وژل شوي، په دوی کې پنځه کسان په موټر کې سپاره وو چې توفان له سړک نه لرې وغورځول.

د ټکساس ختیځ کې واورې او ورسره ګړندي باد ځېنې سړکونه تړلي کړي دي.

په میزوري او اېلینوی کې هم د ګڼو بارانونو له امله سیلاوونه راوتلي چې ۱۲ کسان یې وژلي دي.

'بشپړ ویجاړی'

سږکال په امریکا کې توپانونه د بل هر کال پرتله پیاوړي دي.

د راپورونو له مخې، توپان په ټکساس کې ونې نړولي، موټرونه یې لمنځه وړي او ورسره یې د څو کلیساګانو ودانۍ هم ویجاړې کړې دي.

د ګارلېنډ پولیس وایي، زورور بادونه د یکشنبې په ورځ د موټرو د ټکر سبب شول.

د دالاس شمال ختیځ په ۲۴ کیلومترۍ کې توفان ډېر ویجاړی رامنځته کړی. پولیسو د یکشنبې په سهار وویل، توپان نږدې ۶۰۰ ودانۍ زیانمنې کړي دي.

د انځور حقوق AP
Image caption د تکساس والي ګرېګ ابوټ، دالاس او درې نورې سیمې ناورین ځپلې سیمې اعلان کړي دي

د پولیسو یوه بل چارواکي ویلي، "بشپړ ویجاړی شوی".

د سره صلیب اداره د هغو کسانو لپاره د سرپناه پر جوړولو لګیا ده چې کورونه یې زیانمن شوي. د یکشنبې په ورځ په ټکساس کې ۲۵ زره کسان له برېښنا بې برخې شوي.

دالاس رسنیو رپوټ ورکړی چې د دوو کسانو مړي په کاپیول کې د تېلو پمپ ته څېرمه او درییم په بلو ریج سیمه کې موندل شوي دي.

د تګزاس والي ګرېګ ابوټ، دالاس او درې نورې سیمې ناورین ځپلې سیمې اعلان کړي دي.

هغه خبرداری ورکړی چې ښایي د مرګ ژوبلې کچه لوړه شي.

د امریکا سوېل ختیځې برخې ډېرې سیمې په وروستۍ اونۍ کې له خراب موسمي حالت سره مخامخ وې. اوسمهال په مسیسیپي کې د ۱۰ کسانو او په تنسي کې د شپږو کسانو مړه کېدل تایید شوي. یوکس ارکانزا او دوه نور په الاباما کې مړه شوي دي.

په مسیسیپي کې ۲۰ ګردبادونه رامنځته شوي. چارواکو ویلي چې ۵۶ کسان ټپیان شوي او له ۴۰۰ ډېر کورونه ویجاړ او یا هم زیانمن شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ځېنو سیمو کې ناڅاپه هوا توده شوې. په واشنګټن کې د یکشنبې په ورځ د سانټي ګراډ ۲۱ درجې ګرمي وه.