استرالیا: د دوه متره اوږده ګل لیدو ته ګڼ خلک ورغلی

د انځور حقوق Botanic Gardens of South Australia
Image caption دوې اونۍ مخکې دغه ګل غوړیدل پیل کړل او د دوشنبې په ورځ په بشپړه توګه وغوړید

اسټرالیا کې خلک د هغه ګل لیدو ته ورځي، چې دوه متره اوږدوالی لري.

دغه ډول ګل ورستو غوښو ته د ورته بوی له کبله مشهور دی.

یاد ګل د امور فوفیلس ټاټینیم نومي بوټي دی، چې د سویلي اسټرالیا ماونټ لوفټي بوټینګ ګارډن کې پالل کېږي.

دغه ګل د کارپس فلاور یا د مړي ګل نوم هم ورکړل شوی.

دوې اونۍ مخکې دغه ګل غوړیدل پیل کړل او د دوشنبې په ورځ په بشپړه توګه وغوړید.

بوټنګ ګارډن کې د بڼوالي ماهر میټ کولټر وايي، 'د وراسته کب بوی مغلوبونکی و.'

نوموړی وايي، 'نن ګهیځ مې چې ور پرانیست نژدې و، چې د دې ' بوی ' له کبله بې هوښه شم.'

کولټر له اتو کلونو راهیسې د دغه بوټي پالنه کوي. هغه وايي دغه بوټي کې لومړی ځل ګل وغوړید او دا په خپل ځان کې د وجد له یوه کیفیته کم نه و. هغه وايي:

د انځور حقوق Gardens
Image caption مړي ګل له ځانه د تخم پیدا کولو عمل نه تر سره کوي او د وروستوالي بوی یا عفونت له کبله ورته د مچانو او نورو حشراتو پام اوړي

''دا ډېر په زړه پورې دی، ما کله هم داسې فکر نه کاوه، چې پکې به ګل وغوړیږي''

''دا د اندونیزیا له سماترا ټاپو نه راوړل شوی دی. له دې کبله یې په ژمي کې تود او په دوبي کې یخ ساتو او دې سره د لندبل کچه لوړه ساتو.''

'مړي ګل' له ځانه د تخم پیدا کولو عمل نه تر سره کوي او د وروستوالي بوی یا عفونت له کبله ورته د مچانو او نورو حشراتو پام اوړي.

ځنګلونو کې همدا حشرات د یاد ګل تخم یوه بل لور ته لیږدوي.

د دوشنبې له ورځې راهیسې د ماونټ لوفټ مخې ته د خلکو کتارونه لیدل کېږي، چې د دغه ګل لیدو او د هغه تېز بوی بویولو ته راځي.

یاد ګل به ۴۸ ساعتونو پورې غوړېدلی وي او بیا به له مړاوي کېدو وروسته پر خپل بوټي ولویږي.