'د ایران بډایه یورانیمو لېږد، د هوکړې عملي کېدو لړ کې مهم ګام'

د انځور حقوق Getty
Image caption د دغې هوکړې هدف د اتومي وسلو جوړولو لپاره د ایران وړتیا له منځه وړل و

د امریکا متحده ایالتونه وايي، ایران له نړیوالو ځواکمنو هېوادونو سره د شوې هوکړې شرطونو پوره کولو سره د بډای شویو یورانیمو یوه لویه زېرمه بهر ته لېږدولې ده.

دوی وايي دې سره ایران یو مهم ګام پر مخ تللی.

دغه څرګندونې د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري له هغه وروسته کړې، چې ایران د بډایه شویو یورانیمو ۱۱ ټنه زېرمه روسیې ته ولېږله.

د روان کال جولای میاشت کې د ایران او شپږو ځواکمنو هېوادونو تر منځ د ایران د اتومي پروګرام پر سره هوکړه وشوه. د دغې هوکړې هدف د اتومي وسلو جوړولو لپاره د ایران وړتیا له منځه وړل و.

د ایران او نړیوالو ځواکمنو هېوادونو تر منځ د هوکړې له مخې به ایران د بډایه شویو یورانیمو زېرمې لږ کړي او دغه راز به د هغو سېنټر فیوجز یا چاڼونو شمېر هم لږ کړي، چې د یوارنیمو بډاینه کې ورنه کار اخیستل کېږي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري وايي، اوس چې ایران د بډای شویو یورانیمو زېرمه روسیې ته ولېږله دغه هېواد به د اتومي وسلو جوړولو لپاره درې برابره ډېر وخت ته اړتیا ولري. جان کېري وویل:

د انځور حقوق epa
Image caption خوښ یم، چې ووایم د ایران له لوري د اتومي هوکړې عملي کولو لړ کې د مهمو شرطونو پوره کولو سره دغه لړ کې مهم پرمختګ شوی دی جان کېري

'' خوښ یم، چې ووایم د ایران له لوري د اتومي هوکړې عملي کولو لړ کې د مهمو شرطونو پوره کولو سره دغه لړ کې مهم پرمختګ شوی دی.''

مهم پرمختګ

د روان کال په جولای میاشت کې د اتومي پروګرام اړوند هوکړې پر مهال پرېکړه شوې وه، چې د اتومي انرژۍ د څار نړیوال سازمان ای اې اي به د هوکړې عملي کولو په لړ کې د ایران رویه څاري.

د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان له غړو هېوادونو غوښتي و، چې د هوکړې څار لپاره یې نور مالي ملاتړ وکړي او دا چې دغه اداره به د یوه کال مودې کې ۱۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا ولري.

د هوکړې له مخې به ایران هر هغه ځای ته د یادې ادارې کارکونکو لاسرسی ممکن کړي، چې دوی یې په اړه شکونه ولري.

د هوکړې شرطونو له عملي کولو وروسته به لوېدېځ هېوادونه پر ایران لګېدلي بندیزونه لرې کړي.