له پوتین سره څوک روسیه اداره کوي؟

د انځور حقوق Reuters
Image caption ولسمشر پوتین له دیمیتري میدویدیف سره یوځای د ورزش په خونه کې

کله چې ولادیمیر پوتین د لومړي ځل لپاره واک ته ورسېد، د یوې مرکې په ترڅ کې ورڅخه پوښتنه وشوه چې په خپلو ملګرو کې پر چا باندې تر ټولو ډېر باوري دی.

هغه د پنځو کسانو نومونه یاد کړل:

  • نیکولاې پتروشیف
  • سرګي ایوانوف
  • دیمیتري میدویدیف
  • الکسي کودرین
  • ایګور سیچین

۱۵ کاله وروسته، دا کسان تراوسه هم د ولسمشر پوتین اصلي ملګري دي او د روسيې د حکومت مهمې سټراتیژیکې ادارې او ستر سوداګریز شرکتونه کنټرولوي:

  • نیکولاې پتروشیف - له ۱۹۹۹ کال راهیسې د کورنۍ امنیتي ادارې،اېف اېس بې، مشر و چې په ۲۰۰۸ کې د روسيې د امنیتي شورا د منشي په توګه وټاکل شو.
  • سرګي ایوانوف - د دفاع وزیر او د لومړي وزیر د مرستیال په توګه کار کاوه. د ۲۰۱۱ راهیسې د ولسمشرۍ د ادارې د مشر په توګه کار کوي.
  • دیمیتري مدویدیف- له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۲ پورې د روسيې ولسمشر و، له پوتین سره په ګډه د واکمنې ډلې غړی دی، او اوس لومړی وزیر دی.
  • الکسي کودرین - تر۲۰۱۱ پورې د مالېې وزیر و، اوس کوم رسمي مقام نه لري خو داسې ښکاري چې تراوسه پورې په مالي او اقتصادي چارو کې ولسمشر ته مشورې ورکوي.
  • ایګور سیچین - د ولسمشرۍ ادارې اوحکومت کې ېې لوړ مقامونه درلودل، او اوس د تېلو د دولتي شرکت، روس نفت، مشر دی.

دا مرکزي ډله، په دې اړه چې څوک روسیه اداره کوي دوه مهم ټکي بیانوي.

لومړی دا چې ولسمشر پوتین ته نژدې کسانو کې بدلون نه دی راغلی. ريښتوني بدلونونه نادره دي، او ډېر لږ کسان له دغې مرکزي ډلې څخه ایستل شوي دي.

دویم دا چې د مشرتابه ډلې اصلي کسان د ښاغلي پوتین هغه ملګري دي چې په (کې جې بي) کې يې ورسره یو ځاې کار کاوه، په ۱۹۹۰لسیزې کې په سېنټ پیټرزبورګ، یا دواړو کې.

د انځور حقوق Getty
Image caption داخلي کړۍ: پورتني کتار کې له کیڼ اړخه- نیکولای پتروشیف او دیمیتري میدویدیف، سرګي ایوانوف او په ښکتني کتارکې له کیڼ ا ړخ څخه ایګور سیچین او الکسي کودرین

په دې مرکزي ډلې کې ځینې نور کسان هم شامل دي چې ولسمشر ورباندې د سترو بنسټیزو پروژو د عملي کولو اعتماد لري، لکه ارکادی روتنبرګ، چې د سوچي د ژمنيو اولمپیک لوبو د چارو له مسولینوڅخه وو، او یو شمېر نور سیمه ییز مشر شخصیتونه او بیوروکراتان.

زیاترو دغو شخصیتونو د پوتین له واکمنېدو وړاندې هم لوړ مقامونه درلودل.

دفاع وزیر سرګي شویګو، د بېړنیو حالاتو پخوانی وزیر، د ۱۹۹۰لسیزې په دویمه نیمايي کې نامتو ګوندي سیاسي شخصیت او په ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۵ کلونو کې د متحدې روسيې د ګوند مشر و.

دا ډول شخصیتونه د امنیتي شورا په غونډو کې سره راټولېږي، چې د لوړې کچې فیصلو او زیرمو د همغږۍ لپاره یو ډېر مهم سازمان دی.

خو، د روسېې اداري نظام- د واک عمودي سیستم- په ښه توګه کار نه کوي: د تګلارو په اړه لارښونې معمولا په ځنډ سره عملي کېږي او کله کله هېڅ نه عملي کېږي، او نور کسان د پروژو په عملي کولو کې مهم رولونه لوبوي.

یو له دغسې کسانو څخه یوري تروتنيف دی چې په ۲۰۰۰ کال کې د یو سیمه ییز ګورنر په توګه انتخاب شوی و، او وروسته په ۲۰۰۴ کې د طبیعي زیرمو اوچاپېریال د چارو وزیر په توګه وټاکل شو.

په ۲۰۱۳ کې، هغه د لومړي وزیر مرستیال مقام ته لوړشو او هم د روسيې د لیرې ختیځ فدرالي سیمې لپاره د ولسمشر د باصلاحیته ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو، چې د ښاغلي پوتین له نظره اهمیت لري.

د انځور حقوق Getty
Image caption یوري تروتنیف د ښاغلي پوتین تر مشرۍ لاندې په یو شمېر بېلابېلو دندو کې کار کړی

روسي څارونکي، د ولادیسلاو ولودین رول ته هم اشاره کوي چې له ۲۰۱۱ راهیسې ېې د روسېې په سیاسي ډګرکې ښاغلي پوتین سره مرسته کړې.

ښاغلی ولودین د سیمه ییز او بیا ملي ګوندي سیاست له لارې راپورته شو، چې وروسته په حکومتي مقامونوکې وټاکل شو.

هغه په ۲۰۱۱ کې د ټولې روسېې با نفوذه ولسي جبهه جوړه کړه، چې په زیاتېدونکي ډول د مشرتابه د تګلارو په جوړولو، عملي کولو او څارنه کې مهم رول لوبوي.

ښاغلی ولودین وروسته د ولسمشرۍ ادارې د مشر د لومړي مرستیال په دنده وګمارل شو، چې له ۲۰۱۲ راهیسې د روسيې د کورنیو سیاستونو د سمون اوڅارنې مسولیت لري.

د مرکزي مشرتابه ډلې د پرلپسې او دوامداره کار ترڅنګ، د مشرتابه د تګلارو عملي کولو لپاره د اغېزمنو مدیرانو شته والي ته هم زیاتېدونکې اړتیا وه.

ځينې تبصره کوونکي وايي چې د مشرتابه ډله وړه شوې نه بلکه لا پراخه شوې ده.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلی پوتین د روسيې په سیاستونو کې یومرکزي شخصیت خو د یوې ډلې یوه برخه دی

یو شمېر نوي راپورته کېدونکې ستوري هم شته دي چې په ګوندي سیاست او حکومتي ادارې کې په زیاتېدونکي توګه مهم رول لوبوي.

له هغو څخه یو، ۳۹کلن الکساندر ګالوشکا نومېږي، چې د ولسي جبهې غړی دی او د ولسمشر او لومړي وزیر د ډېرو مشورتي کمېټو غړیتوب هم لري.

په ۲۰۱۳ کې هغه د روسيې د لیرې ختیځ سیمې د وزیر په توګه وټاکل شو.

اوس وروستي ټکي ته راځو چې ښاغلي پوتین سره روسیه څوک اداره کوي- په داسې حال کې چې ولسمشر یو مرکزي شخصیت دی، د یوې ډلې یوه برخه دی، چې هغه بیا په خپله د یوه سیستم یوه برخه ده، له دې کبله ېې د چارو په عملي کولو کې د اغېزمنتوب اهمیت په ګوته کېږي.

دا ټول کسان، د سختو کارونو په ترسره کولو، وفاداري، په سوداګریزو چارو، دولتي ادارې او سیاست ډګر کې ثابت شوي اغېزمنتوب سره د سختو کارونو په بشپړولو کې نوم او شهرت لري.

ښاغلي پوتین ته یو نژدې روسی کس وايی چې دا کسان ېې د هغوی د ښکلیو سترګو په خاطر نه دي غوره کړي، بلکې د دې لپاره چې کارونه ترسره کولاې شي.

آندریو موناګان د روسيې او یوراسیا د پروګرام په برخه کې په لندن کې د چاټم هاوس یو مشر څېړونکی دی.