سږ کال د سمندر له لارې اروپا ته تر یو میلیون ډېر کډوال تللي

د انځور حقوق EPA
Image caption ملګري ملتونه وايي، د مدیترانې سمندر له لارې د اوښتو کډوالو ۴۹ سلنه سوري وګړي وو، خو ۲۱ سلنه نور بیا د افغانستان وو.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې ویلي، د ۲۰۱۵ کال له پیله تر اوسه اروپا ته د سمندر له لارې تر یو میلیون ډېر کډوال او پناه غوښتونکي رسېدلي دي.

په دوی کې ۸۰ سلنه یې د یونان او پاتې نور د لیبوس ټاپو له لارې تللي دي.

۸۴۴ زره له ترکیې ورغلي، پاتې نور له لیبیا نه ایټالیا ته او د مدیترانې سمندر له لارې رسېدلي دي.

دا له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د کډوالو تر ټولو لویې او له کړکېچه ډکې څپې دي.

له ۲۰۱۴ کال راهیسې د سمندر له لارې د اوښتو کډوالو شمېر د وړم کال پرتله ۲۱۶ زره ډېر شوی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې پخپل یوه راپور کې ویلي: ''کډوالو د سمندر په اوږدو کې په هغو کوچنیو بېړیو کې سفر کړی، چې پوهېدل به ژوند یې له خطر سره مخامخ دی، هڅه یې دا وه چې اروپا ته ورسېږي''.

سرچینه زیاتوي: ''ګڼو کډوالو د نړیوال ملاتړ ترلاسه کولو په موخه خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړی و، ځکه دوی پخپلو هېوادونو کې له جګړو او تاوتریخوالو تښتېدلي وو''.

ملګري ملتونه وايي، د مدیترانې سمندر له لارې د اوښتو کډوالو ۴۹ سلنه سوري وګړي وو، خو ۲۱ سلنه نور بیا د افغانستان وو.

خو په تېر یوه کال کې سمندر کې ۳۷۳۵ کډوال ډوب شوي او یا تري تم دي.

د انځور حقوق Getty
Image caption د کډوالو دا ډله ییز ورتګ په اروپايي اتحاديه کې د پام وړ سیاسي اختلافونو سبب شوی.

ورته مطالب