د شمالي کوریا جګپوړی چارواکی د موټر ټکر کې مړ شوی

کیڼ لاس ته په ملکي جامو کې ناست کیم یانګ ګون له جنوبي کوریا سره د اړیکو د پلاوي غړی و د انځور حقوق AFP
Image caption کیڼ لاس ته په ملکي جامو کې ناست کیم یانګ ګون له جنوبي کوریا سره د اړیکو د پلاوي غړی و

د شمالي کوریا خبري آژانس وايي، د ولسمشر کیم جونګ اون یوه نژدې چارواکی د موټر چلونې په یوه پېښه کې مړه شوی دی.

د ''کې سي آېن اې'' د راپور له مخې، ۷۳ کلن کیم یانګ ګون د واکمن کارګر ګوند له مشرانو او له سوېلي کوریا سره د اړیکو مشر و.

نوموړی د شمالي کوریا هغه جګپوړی چارواکی و، چې له جنوبي کوریا سره یې په تېره اګست میاشت کې د ترینګلتیا کمولو په برخه کې ډېره مرسته وکړه.

د شمالي کوریا خبری اژانس نوموړی د کیم جونګ اون تر ټولو ''نژدې ملګری'' او ''انقلاب ته ژمن'' سړی بللی دی.

په راپور کې ویل شوي: ''ملګری کیم یانګ ګون د کارګر ګوند له مشرانو او د پولتبورو د مرکزي کمېټې غړی د سې شنبې په ورځ د ګهیځ پر ۶ بجو او ۱۵ دقیقو د موټر چلونې په یوه پېښه کې د ۷۳ کلونو په غمر ومړ''.

تر اوسه د پېښې په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

د نوموړي د جنازې او خاورو ته د سپارل کېدو مراسم د پنجشنبې په ورځ ترسره کېږي چې ولسمشر کیم جونګ اون به هم ګډون پکې کوي.

ورته مطالب