ایران کې د خوګ والګي ۱۱۲ کسان وژلي

د انځور حقوق
Image caption تر ډېره د خوګ والګي قربانیان د ایران سوېل ختیځو سیمو هغه اوسېدونکي دي، چې له پاکستان سره پر ګډې پولې پراته دي.

د ایران د روغتیا وزارت وايي، د تېرې نومبر میاشتې له نیمايي وروسته په یوه میاشت کې د خوګ والګي لږترلږه ۱۱۲ کسان وژلي او ۱۱۹۰ یې روغتونونو ته رسولي دي.

وروستۍ پېښه د یوه نرس مړینه وه، چې د خوګ په والګي اخته شوی و.

''ایرنا'' خبري آژانس د ایران د روغتیا وزارت د ساري ناروغیو د برخې مشر محمد مهدي قویا له قوله ویلي: ''د تېرې نومبر میاشتې له نیمايي راپدېخوا، نژدې ۱۱۹۰ کسان د خوګ والګي په ناروغۍ اخته شوي چې ۱۱۲ یې ساه ورکړې ده''.

قویا زیاتوي، اوس دغه ناروغي تر کنټرول لاندې ده، خو وېره شته چې په راتلونکو ورځو کې یې مرګونې څپې یوځل بیا را نه شي.

سرچینه وايي، د خوګ والګي وروستی قرباني د ایران شمال ختیځ نیشاپور په یوه روغتون کې د محمد رضايي په نامه یو نرس و، چې د ''مهر'' خبري آژانس له حواله د خوګ والګي له کبله یې ساه ورکړه.

تر ډېره د خوګ والګي قربانیان د ایران سوېل ختیځو سیمو هغه اوسېدونکي دي، چې له پاکستان سره پر ګډې پولې پراته دي.

ددغو سیمو چارواکي ادعا کوي، د خوګ والګي ویروس له پاکستان نه ورغلی دی.

د ۲۰۰۹ کال په جولای میاشت کې، وروسته تر هغه چې په امریکا او مکسیکو کې د خوګ د والګي ګڼې پېښې کشف شوې، د روغتیا نړیوال سازمان په نړیواله کچه د وفا د خپرېدو په اړه بېړنی حالت اعلان کړ.

د انځور حقوق ISNA
Image caption ایراني چارواکي ادعا کوي، د خوګ والګي ویروس له پاکستان نه ورغلی

د ۲۰۱۰ کال تر اګست میاشت پورې د خوګ والګي ناروغۍ په ۲۱۴ هېوادونو کې د ۱۸۵۰۰ کسانو د مړینې لامل شوه.

په ایران کې د خوګ والګي لومړنۍ پېښه د ۲۰۰۹ کال په جولای میاشت کې ثبت شوه، اخته کس یو ۱۶ کلن ځوان و، چې له امریکا ایران ته ستون شوی و.

د انځور حقوق ISNA