بلوچستان کې نامعلومو کسانو د ټاکنو کاندید کور ته اور ورته کړی

د انځور حقوق AFP
Image caption دا وروستیو کې له دغې سیمې پنځه کسان تښتول شوي، چې ټاکنیز کمپاین یې کاوه

د بلوچستان لرې پرته سیمه کیچ کې د صوبايي اسامبلې لپاره د ټاکنو کاندید میرمحمدعلي رند کور سوځول شوی دی.

دا یاده سیمه کې د سیاسي فعالانو کور سوځولو دویمه پېښه ده.

ځايي چارواکي وايي د چهارشنبې په ورځ مند سیمې کې د میر محمد علي رند کور سوځول شوی.

یوه ځايي چارواکي ویلي شپې مهال نامعلوم کسان راغلي او د نوموړي کور ته یې اور ورته کړی.

د چارواکي په خبره پېښه کې د سر زیان نه دی اوښتی، خو وايي کور او پکې شته توکو ته زیان اوښتی دی.

میر محمد علي رند له بلوچستان نېشنل ' عوامي ' ګوند سره تړاو لري.

له دې مخکې د مسلم لیګ ' ن ' ګوند اړوند اکبر اسکاني کور هم سوځول شوی و، چې له همدې ټاکنیزې حوزې یې ټاکنو کې برخه اخیسته.

د میر محمد علي کور سوځولو مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی، خو د اکبر اسکاني کور سوځولو مسوولیت بېلتون پال بلوڅ ریپبلیکن ارمي نومي سازمان پر غاړه اخیستی.

د بلوچستان اسمبلي پر دغه څوکۍ ضمني ټاکنې د دسمبر په ۳۱ نېټه ترسره کېږي.

د بېلتون پالو بلوڅانو سازمانونو خلکو ته خبرداری ورکړی، چې د ټاکنو له بهیره لرې واوسي.

دا وروستیو کې له دغې سیمې پنځه کسان تښتول شوي، چې ټاکنیز کمپاین یې کاوه.

تر اوسه دغه کسان نه دي خوشي شوي. تښتول شوي کسان د نېشنل ګوند او بي این پي عوامي ګوندونو اړوند دي.