د ترهګرۍ خطر، برسلز کې د نوي کال مراسم لغو اعلان شول

د انځور حقوق EPA
Image caption بلجیم پولیسو د نوي کال رادبره کېدو پر مهال د بریدونو کولو دوه مشکوک پلان جوړونکي نیولي دي

بلجیم کې د ترهګرۍ ممکنه خطر ته په پام سره د دغه هېواد پلازمېنه برسلز کې د نوي کال رادبره کېدو په مناسبت د جشن او اور لوبو مراسم لغو شوي دي.

بل لور ته د نوامبر میاشت کې د ترهګریزو بریدونو ښکار شوي پاریس کې هم د نوي کال هرکلي لپاره تر سره کېدونکې اور لوبې سږ کال نه تر سره کېږي.

د بلجیم لومړي وزیر چارلس میشل د چهارشنبې په ورځ ویلي ' د مهمو معلوماتو ' پر بنسټ د نوي کال په مناسبت د مراسمو نه تر سره کولو پرېکړه شوې.

د برسلز ښاروال د بلجیم خپروندیه ادارې ار ټي بي ایف له لارې یوه اعلان کې ویلي ' د کورنیو چارو له وزیر سره مو په ګډه پرېکړه کړې، چې د پنجشنبې ماښام مراسم لغو اعلان کړو.'

د نوموړي په وینا تېر کال دغو مراسمو کې نژدې ۱۰۰ زره کسانو ګډون کړی و او وايي موږ نه شو کولای ټول دغه کسان تالاشي کړو.

له دې مخکې بلجیم پولیسو د نوي کال رادبره کېدو پر مهال د بریدونو کولو دوه مشکوک پلان جوړونکي نیولي دي.

له هغه وروسته چې نوامبر میاشت کې پاریس کې بریدونه وشول، بلجیم کې سخت امنیتي تدبیرونه شوي دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د نوي کال په مناسبت فرانسه کې د امنیت خوندي ساتلو لپاره ۶۰ زره پولیس ګومارل کېږي

دا وروستیو ورځو کې بلجیم پولیسو یو شمېر چاپې وهلې دي، چې وايي کمپیوټرونه، پوځي یونیفورم او یو شمېر نور عصري وسایل پکې تر لاسه شوي دي.

نومبر میاشت کې پاریس بریدونو ته د ورته بریدونو خطر ته پام سره برسلز د څلورو ورځو لپاره تړل شوی و او پکې تعلیمي ادارې او مېټرو خدمتونه په ټپه ولاړ وو.

د امریکا خبري اژانس ایسوسي ایټیډ پریس په رپوټ کې ویل شوي، چې پاریس کې هم د نوي کال مراسم محدود شوي دي او سږ کال به دودیزه اور لوبه هم نه تر سره کېږي.

د دې پر ځای به د فتح محراب نه د نوي کال له پیله پنځه دقیقې مخکې ویډیويي ننداره وړاندې شي، چې شانزې لېزې کې به لګېدلو پردو نه به هم خپره شي.

تېر کې به دغه ځای ته د نوي کال په مناسبت نژدې ۶۰۰ زره فرانسویان او بهرنیان ورتله، خو سږ کال به دغه مشهور واټ د دریو پر ځای د یوه ساعت لپاره وتړل شي.

د نوي کال په مناسبت فرانسه کې د امنیت خوندي ساتلو لپاره ۶۰ زره پولیس ګومارل کېږي.

د پاریس ښارواله این هیدالګو په خبره، سږ کال به پاریس کې د نوي کال مراسم داسې لمانځل کېږي، چې په وینا یې د خلکو د احساساتو څرګندونه به کوي.

د نوموړې په وینا دغه پرتمین مراسم به نړۍ ته پیغام ورکړي، چې ' پاریس د ژوند پر خپل انداز او یو موټي والي پر خپل خاصیت ویاړي '