افغان سفير:پاکستان کې د"قانوني" کډوالو د پاتې کېدو نېټه به غزول کېږي

د پاکستان حکومت وايي سره ددې چې دى هېواد پرون (د دسمبر ٣١ مه) په پاکستان کې د ثبت شو افغان کډوالو د پاتې کېدو نېټه بشپړه شوې ده، خو ترڅو چې په دې اړه د پاکستان د حکومت وروستۍ پرېکړه مخې ته راځي دا کډوال کولى شي هلته پاتې شي او هيڅ ډول ستونزې به ورته نه پيدا کيږي.

د پاکستان د ايالتي اوسرحدي چارو د وزارت يوې اعلامېې کې راغلي دي چې په دې لړ کې د پاکستان بېلا بيلو ايالتونو ته ويل شوي دي هغه افغان کډوال چې راجستر دي هغوي ته د ستونزو له پيدا کولو ډډه وکړي. خو دې اعلامېې کې هغه کډوالو ته اشاره نه ده شوې چې نومونه يې ثبت نه دي.

د شمېرو ترمخه په پاکستان کې درې ميلونو څخه زيات کډوال ژوند کوي، خو هغې څخه يواځې يو نيم ميلون يې راجستر دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د پاکستان د ايالتي اوسرحدي چارو د وزارتپه پاکستان کې د ثبت شو افغان کډوالو د پاتې کېدو نېټه بشپړه شوې ده، خو ترڅو چې په دې اړه د پاکستان د حکومت وروستۍ پرېکړه مخې ته راځي دا کډوال کولى شي هلته پاتې شي.

په اسلام اباد کې د ملگرو ملتو د کډوالو د چارو اداره ( يو اين ايچ سي ار) هم وايي ډير زر به د پاکستان کابينه د افغان کډوالو پاتې کېدو په تړاو خپله پريکړه اعلان کړي .

ددې نه وړاندې اسلام اباد کې دافغانستان سفير هم ويلي وه چې د پا کستان حکو مت ورسره ژمنه کړي ده چې د افغان کډوالو د پاتې کيدو موده به تر دوه نورو کلونو غزوي.

په دې لړ کې د اگست په مياشت کې د افغانستان ، پاکستان او د يو اين ايچ سي ار غونډې موافقه کړې وه، چې د ٢٠١٥ کال د د سمبر په ٣١ مه نېټه د ثبت شوو کډوالو د پاتې کېدو نېټې بشپړېدو وروسته به دوو نورو کالو پورې د هغوي د اسنادو نېټه غزول کېږي.

افغان سفير، جانان موسى زي، هيله ښودلې چې د پا کستان حکو مت به ډير ژر پدې لړ کې خپله پريکړه وکړي او باوري دى چي پريکړه به يې د شويو موافقو په رڼا کې وي.

په پاکستان کې د اټکل تر مخه درې ميلونه افغان کډوال ژوند کوي چې نزدي يو اعشاريه ٥ ميلونه يې راجستر شوي دي ، که څه د هغه کډوالو په اړه چې نومونه يې پاکستان سره ثبت نه دي، څه نه دي ويل شوي خو تېر کې چې کله هم د افغان کډوالو د قانوني پاتې کېدو موضوع راپورته شوې، هغوي د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د امنيتي ادارو د سخت چلن څخه شکايت کړى دى.