"ميونيخ کې د داعش بريدونو په اړه دقيق معلومات موجود وو"

Image caption الماني چارواکي وايي د بريدونو په اړه استخباراتي معلومات يې له فرانسې ترلاسه کړي وو.

الماني چارواکي وايي د نوي کال په شپه ميونېخ کې د اورگاډي د دوو لويو تم ځايونو د تړلو پرېکړه په ځاى وه. دوى وايي دا پرېکړه يې له دې امله کړه وه چې دوى ته د فرانسې لخوا د اسلامي دولت د ډلې له لوري د احتمالي بريدونو په اړه دقيق معلومات ورکړ شوي وو.

د المان د مونیخ ښار پولیسو د نوي میلادي کال له راتګ سره سم د یوې اعلامیې په خپرولو ښار اوسېدونکو ته د احتمالي 'ترهګریزو بریدونو' خبرداری ورکړی وو او له هغوی یې غوښتي چې د گڼې گوڼې ځاى کې دې نه راټولېږي.

پولیس وایي، یوه ''ملګري استخباراتي ادارې'' دوی ته ویلي چې په اسلامي دولت یا داعش پورې اړوند څو ځانمرګي بریدګر په دې ښار کې د اورګاډي پر دوو اصلي سټېشنونو بریدونو ته چمتو شوي دي. سیمه ییزو رسنیو ویلي له ''ملګري استخباراتي ادارې'' نه د الماني چارواکو هدف د فرانسې استخبارات دي. د پولیسو په وینا، له پنځو تر اووه ځانمرګي بریدګر دې 'برید' ته چمتو شوي.

د پنجشنبې په ورځ (دسمبر ۳۱مه) په داسې حال کې چې د مونیخ ډېرو اوسېدونکو ځانونه د اروپا د نورو خلکو په څېر د نوي کال مېلې ته چمتو کول، پولیسو په ټولنیزې شبکې ټویټر کې ولیکل چې مونیخ کې د اورګاډي دوه اصلي سټېشنونه له امنیتي وېرې بند شوي دي.

پولیسو په ټویټ کې ویلي وو: ''نښې نښانې په مونیخ کې د یوه ترهګریز برید د رامنځته کېدو څرګندونه کوي. مهرباني وکړئ له ګڼې ګوڼې ډډه وکړئ او د مونیخ او پېسینګ اورګاډي سټېشنونو ته هم مه ورځئ''.

د انځور حقوق EPA
Image caption پوليسو ددې خبرداريو له امله د اورگاډو دوه سټېشنونه تړلي دي.

همداراز نن چارواکو په ټولنیزې شبکې فېسبوک کې ویلي چې په نیویارک کې د نوي کال بدلېدو په مراسمو کې د یوه برید په اړه یې ''مهم اطلاعات'' ترلاسه کړي.

سره له دې چې ددې خبر او ''مهمو اطلاعاتو'' هېڅ جزییات نه دي خپاره شوي، خو څو ساعته وړاندې ټلویزیونو خپلې کامرې په نیویارک کې د ټایمز ډګر ته څېرمه ځای پرځای کړي، چېرته چې تمه کېږي سلګونه زره کسان ورشي او د تېرو کلونو په څېر د شپې په دوولسو بجو يعنې د نوي کال پیل ته لحظې وشمېري.

نن د نړۍ ډېرو نورو هېوادونو کې هم د نوي کال مېلې ته کلک امنیتي تدابیر نیول شوي. په اروپايي ښارونو کې چارواکو د اعلامیې په خپرولو خلکو ته ویلي چې د 'ترهګریزو بریدونو' د احتمال خبرداری لا هم په لوړه کچه کې دی. المان کې ځينې رسنۍ وایي، پولیس ادعا کوي چې دا اطلاعات یې له دوو بېلابېلو سرچینو ترلاسه کړي دي. بېلډ ورځپاڼې د چارواکو له خلې لیکلي: ''موږ په دې اړه کره اطلاعات لرو او نشو کولی له دې خبرداریو سترګې پټې کړو''.