د هټلر 'زما مبارزه' کتاب المان کې خپرېږي

د انځور حقوق Getty
Image caption هټلر په دې کتاب کې د واک ترلاسه کولو په صورت کې په رېښتینې او څرګنده توګه خپل پروګرامونه تشریح کوي خو څوک یې جدی نه بولي.

ځېنې الماني خپرندویه بنسټونه په پام کې لري چې د نازي المان مشر اډولف هټلر کتاب ''زما مبارزه'' ددې ګوند د حکومت تر ړنګېدو وروسته د لومړي ځل لپاره چاپ کړي.

د ۲۰۱۶ میلادي کال په پیلېدو سره د 'زما مبارزې' د خپرولو حق اويا کلن محدودیت چې د باواریا ایالت له دولت سره وو پایته رسېږي او په المان کې خپرندویان کولی شي دا کتاب په ازاده توګه چاپ او خپور کړي.

په دویمې نړیوالې جګړې کې د المان له ماتې او د نازي ګوند له منځه تللو وروسته، متحدو ځواکونو چې د المان د چارو موقتي اداره یې لاس کې وه، ددې ګوند چاپخونه له ټولو قانوني حقوقو سره د باواریا ایالت دولت ته وسپاره.

له هغه وروسته، د باواریا ایالت دولت د نازي حکومت ځپلو قربانیانو وضعیت ته په کتو او د سیاسي او توکمیزې کرکې د خپرېدو د مخنیوي لپاره ددې کتاب د بیا چاپېدو اجازه نه ورکوله.

د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ د لومړۍ ورځې رارسېدو سره هرڅوک کولی شي دا کتاب چاپ کړي، پرته له دې چې د باواریا دولت څخه یې چې د خپرولو حق ورسره دی، د چاپ اجازه واخلي.

د 'زما مبارزې' کتاب د خپرېدو حق له ټولیز کېدو سره یو شمېر الماني خپرندویانو ویلي چې په پام کې لري هغه خپور کړي او تمه کېږي لومړنی چاپ یې په المان کې تر لسو ورځو کمه موده کې خرڅلاو ته وړاندې شي.

د انځور حقوق AP

دغو خپرندویانو ویلي، ددې کتابونو نسخې له حاشیو او د تاریخپوهانو او نورو متخصصینو له مفصلو فوټ نوټونو سره خپروي، ترڅو لوستونکي د هټلر له نظرونو او د هغه له عواقبو سره اشنا شي.

که څه هم د توکميز توپير ضد ځېنو سازمانونو ددې کتاب له خپرېدو سره چې یهودي ضده منځپانګه لري مخالفت کړى، خو په فرانسه کې به ددې کتاب نوې ژباړه خپره شي. په اتریش او هالنډ کې ددې کتاب خرڅلاو او د هټلر نور اثار له قانوني پلوه منع دي او د 'زما مبارزې' د چاپ حق ټولیز کېدل پرې اغېز نه لري.

د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې، له دې ډلې ایران کې دا کتاب یا یې لنډيز او ځېنې برخې مخکې له مخکې چاپ او خپرې شوې او په امریکا کې چې د بیان آزادی حق رعایت ته ډېر اهمیت ورکول کېږي، ددې کتاب چاپول قانوني خنډ نه لري.

یهودي سازمانونه ددې کتاب د خپرېدو په اړه یوه خوله نه دي . ځېنې باور لري چې د دې خپرېدل کولی شي د یهود ضد ډلو ته لا ډېر تبلیغاتي مواد ورکړي، خو نور یې وایي دا کتاب لوستونکو ته له فردي نظرونو سره د اشنا کېدو امکان ورکوي چې له تعصبه ډک وو، خو ویې کولى شول نور خلک له ځان سره همغږي کړي او میلیونونه کسان تر خپل اغېز لاندې راولي.

د هغوی په خبره، دې کتاب ته د څېړونکو لاسرسی ډېر ګټور دی او کېدای شي د ډا ډول پېښو لکه هټلر ته ورته عقایدو د ظهور او پیاوړتیا د تکرار لپاره خبرداری وي.

اډولف هټلر د 'زما مبارزې' کتاب په ۱۹۲۴ کال کې هغه مهال ولیکه چې په ۱۹۲۳ کال کې د باواریا دولت د ړنګولو په موخه ''انقلابي خوځښت'' ماتې وخوړه او زنداني شو. ددې کتاب لومړی جلد په ۱۹۲۵ کال کې او دویم جلد یې یو کال وروسته خپور شو.

د انځور حقوق Getty

په دې کتاب کې د هټلر ژوندلیک ترڅنګ د یهودانو د لمنځه وړلو او المانیانو ته د 'ژوند سیمې' پراخولو په موخه پر نورو سیمو د ولکې ټینګولو نظرونه بیان شوي دي.

وروسته له هغه چې هټلر د المان مشري تر ګوتو کړه، ددې کتاب میلیونونه نسخې چاپ شوې او په ځانګړې توګه په المان او نورو نيول شویو سیمو کې ووېشل شوې.

ځېنې څېړونکي باور لري چې هټلر په دغه کتاب کې د واک ترلاسه کولو په صورت کې په رېښتینې او څرګنده توګه خپل پروګرامونه بيان کړي وو او مخکې له مخکې یې هغو حالاتو ته اشاره کړې وه چې پر المان د هغه د حکومت په وخت کې، په نړۍ وتپل شول.

د هغوی په باور، ستونزه دا وه چې ترڅو هټلر واکمنۍ ته ونه رسېده او دا پروګرامونه یې پیل نه کړل، په نړۍ کې ډېرو کمو سیاستوالو 'زما مبارزه' کتاب لوستی وو او یا یې جدي ګڼلی وو.

د 'زما مبارزې' په خپرېدو سره، یوه څېړونکي او د فرانسې پارلمان یوه استازي ویلي، د جنورۍ له لومړۍ ورځې، د ''آن فرانک ورځنیو یاد داشتونو'' انټرنیټي نسخه به د ټولو په واک کې ورکړي.

آن فرانک یوه المانۍ یهودي نجلۍ وه چې کورنۍ یې د نازیانو له واک ته رسېدو سره، هالېنډ ته وتښتېده او وروسته چې المان هالېنډ هم ونیوه، د څو کلونو لپاره یې پټ ژوند وکړ.

لا چې د جګړې پای ته یو کال پاتې وو، د آن فرانک د پټېدو ځای ''افشا'' شو، د هغې د کورنۍ غړي ونیول شول او یوه کمپ ته د اجباري کار لپاره ولېږل شول. آن فرانک په ۱۹۴۵ کال کې په یوه کمپ کې د ۱۶ کلنۍ په عمر مړه شوه.

د آن فرانک یادداشتونه د نازي حکومت تر واک لاندې د ژوند شرایطو په اړه یو له مشهورو کتابونو دی.