په کوم اړخ ویده شو؟

د انځور حقوق EPA
Image caption ډاکټران وایي، د شا پر تخته ویده کېدلو کې ځینې وخت د ساه ایستلو بهیر له ستونزو سره مخ کیږي

موږ د خپل ژوند نژدې یو په دریمه برخه وخت په خوب کې تیروو. خوب د بدن او ذهن د سلامتۍ لپاره ډېر اړین دی. د خوب خرابېدل د چاغېدو او روحي ستونزو رامنځته کېدو په ګډون ځينې ستونزې راپورته کوي.

ټول کسان تل غواړي په هغه اړخ ویده شي چې د راحتۍ احساس پکې وي. د بدن روغتیا د خوندیتوب لپاره ځینې لارښونې شته چې بېلابېل انسانان پکې ځان آرام ګڼي. تاسو وګورئ له کوم حالت سره خوښ یاست:

د شا په تخته ویده کېدل:

یو شمېر ډاکټران او کارپوهان وايي د شا په تخته ویده کېدل د ملا تیر او غاړې د روغتیا لپاره د ویده کېدو ښه حالت دی.

توشکه د ملا تیر ملاتړ کوي ځکه پرله پسې څو ساعته له کوژوالي خوندي وي. له بالښت پرته غاړه په خنثی حالت کې وي، او د لوړ بالښت کارول هم کیدای شي ساه ایستل ګران او ستونزې را ولاړې کړي.

دغه راز د شا په تخته ویدل کېدل د مخ له ډېر ګونځې کېدلو مخنیوی کوي، ځکه که مخ په دوامداره توګه پر بالښت فشار راوړي نو د ګونځو رامنځ ته کېدو شونتیا یې ډېره ده.

د شا پر تخته ویده کېدلو کې ځینې وخت د ساه ایستلو بهیر له ستونزو سره مخ کیږي او همدا راز په دا شان خوب کې خرېدل هم ډېر وي.

Image caption په څنګ ویده کېدل د خوب عام حالت دی، خو داسې ځای کې مه څملۍ چې د غورځېدو خطر ولري.

په څنګ ویده کېدل:

په څنګ ویده کېدل د خوب عام حالت دی. د میندوارۍ په حال کې میندو ته لارښونه کیږي چې تر یوه حده په چپ اړخ هم ویدې شي، ځکه زړه ته د وینې بهیر ورسره ښه وي، مور او ماشوم دواړو ته آرامي ور په برخه کوي. په چپ اړخ ویده کېدل د معدې د اسیدي یا تیزابي کېدو په کمولو کې هم مرسته کوي.

خو ددې حالت ستونزه دا ده چې پر جګر او معدې فشار ډېر وي، د چپ لاس د بې حسۍ لامل کیږي او کیدای شي د لاس ماهیچې او عصبي رشتو ته زیان ورسوي. په چپ اړخ ویده کېدلو سره ښايي ستاسو وزن پر اوږو پرېوزي او ورسره د غاړې او اوږو پر ماهیچو فشار هم ډېر شي.

په ښي اړخ ویده کېدل له زړه سره مرسته کوي، چې ساه په آسانۍ سره وایستل شي، دغه راز په دې اړخ ویده کېدلو سره په خوب کې خرېدل هم لږ وي.

د انځور حقوق Getty
Image caption پړمخ څملاستل د ملا د درد او د ملا تیر د کږېدو لامل کیدای شي، خو خوب کې خرېدل کموي.

پړمخ یا پر خیټه وېده کېدل:

باور دا دی چې پړمخې څملاستل د وېده کېدو تر ټولو بده بڼه ده. یواځنۍ ګټه یې دا ده چې ځينې وخت په خوب کې خرېدل یو څه کم وي. پړمخ څملاستل د ملا د درد او د ملا تیر د کږېدو لامل کیدای شي. دغه راز غاړې ته هم زیان اړوي. د توشکې او بالښت فشار هم په مخ کې د ګونځو پیدا کېدو لامل کیدای شي.

ورته مطالب