سعودي عربستان شیعه روحاني شیخ النمر اعدام کړی

د انځور حقوق AP
Image caption په ۲۰۱۲ کال کې د شیخ باقر النمر نیول کېدو په سعودي عربستان کې د شیعه اقلیت اعتراضونه راوپارول

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت د مشهور شیعه روحاني شیخ نمر باقر النمر د اعدام خبر ورکړی دی.

د سعودي حکومت ویلي، شیخ نمر د هغو ۴۷ کسانو په ډله کې وو چې د تروریستي جرمونو په تور اعدام شوي دي.

شیخ نمر په ۲۰۱۲ کال کې پر سعودي چارواکو تر ښکاره نیوکو او په دې هېواد کې د ټاکنو ترسره کولو له غوښتنې وروسته ونیول شو. النمر د عربستان په ختیځ کې د دولت ضد لاریونونو ملاتړ کړی وو.

د شیخ النمر خپلوانو د لړم (عقرب) په لومړیو کې ویلي وو چې په استیناف محکمه کې د النمر د اعدام حکم تایید شوی.

ایران په کلکه د النمر د اعدام مخالف وو او څو ځلې یې له عربستانه غوښتي وو چې دا حکم لغو کړي.

د باقر النمر نیولو په دې هېواد کې د شیعه اقلیت اعتراضونه راوپارول، خو د شیخ النمر پلویان وایي، هغه هېڅکله د تاوتریخوالي پلوی نه وو.

Image caption د سعودي عربستان د پخواني ولیعهد امیر نایف تر مړه کېدو وروسته، شیخ النمر د سعودي کورنۍ پرضد په یوه تنده وینا کې ویلي وو چې امیر نایف په قبر کې عذاب ویني او دوزخ ته به ځي.

د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ میلادي کلونو ترمنځ، د سعودي حکومت د تبعیضي چلند پروړاندې د شیعه ګانو د اعتراض په لړ کې د سعودي په ختیځ قطیف سیمه کې ۲۰ کسان ووژل شول.

شیخ باقر النمر قطیف کې د اعتراضونو له مهمو مشرانو وو.

د ۲۰۱۳ کال په محکمه کې یوه څارنوال دغه شیعه روحاني ته چې د ایت الله لقب یې هم درلود، پر صلیب د ځړولو غوښتنه کړې وه. دا سزا په عربستان کې په عام محضر کې د سر غوڅولو په ډله کې راځي.

د بشري حقونو ډلو په هغه وخت کې وویل چې د شیخ نمر د محاکمې په لړ کې عدالت نه دی په پام کې نیول شوی او شیخ نمر ته پوره اندازه روغتیایي اسانتیاوې نه دي برابرې شوي. پولیسو د شیخ نمر د نیولو پر وخت څلور ځله د هغه پر پښو ډزې کړې وې.

د سعودي عربستان د پخواني ولیعهد امیر نایف تر مړه کېدو وروسته، شیخ النمر د سعودي کورنۍ پرضد په یوه تنده وینا کې ویلي وو چې امیر نایف په قبر کې عذاب ویني او دوزخ ته به ځي.

سعودي چارواکو د دې هېواد د شیعه ګانو پرضد تبعیض ردوي او ایران ناامنیو ته په لمن وهلو تورنوي.

ورته مطالب