لږتر لږه يو امريکايي پوځي هلمند کې وژل شوى

د انځور حقوق Getty
Image caption پېښه د مرجې ولسوالۍ کې شوې ده

د افغانستان په سويلي ولايت هلمند کې د امريکايي ځانګړو ځواکونو د عملياتو پر مهال د دې هېواد يو سرتېری وژل شوی دی.

امريکایي چارواکو ويلي، دغه ځواکونه د افغان امنیتي سرتېرو تر څنګ په عملياتو کې برخه اخيستې وه چې تر ډزو لاندې ونيول شول.

په دغو عملياتو کې يو سرتېری وژل شوی او څو نور ټپيان شوي دي.

پېښه د مارجې ولسوالۍ کې شوې ده، ځينو راپورونو کې راغلي دي پېښه کې يوه چورلکه ښکيل ده چې ډزې هم ورباندې شوې دي.

خو په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو يوه وياند ويلي دي الوتکه په ډزو نه بلکې د تخنيکي ستونزې له امله ناستې ته اړ شوې وه.

څو اونۍ وړاندې د سنگين عملياتو کې هم د محدود شمېر امريکايي پوځيانو د برخې اخېستو خبر ورکړ شوى وو.

د امریکا او ناټو ځواکونه په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه وتلي وو، خو اوس يوزاې لږ شمېر سرتېري د افغان ځواکونو په روزنه بوخت دي يو شمېر ځانګړي ځواکونه هلته شتون لري.

امريکايي ځواکونو هلمند کې د طالبانو پر وړاندې جګړه کې د افغان سرتېرو مرسته کوي، تېرو څو اوونيو کې وسله والو د سنګين ولسوالۍ مهمې برخې نيولې وې.

په هلمند کې د وروستيو جګړو له امله بريتانوي ځواکونه له يو کال وروسته يو ځل بيا دغه ولايت ته استول شوي وو.