عراق: ۴۰ سلنه خاوره د "اسلامي دولت" ډلې له ولکې وتلې

د انځور حقوق PA

عراق کې د اسلامی دولت ډلې پر وړاندې د پوځي ايتلاف يوه وياند ويلي، د داعش ډلې څخه يې د عراق هغه ۴۰ سلنه خاوره بېرته نيولي چې وړاندې پرې د دې ډلې ولکه وه.

په بغداد کې خبريالانو ته ډګروال سټیو وارن ويلي، چې "اسلامي دولت" نومې ډله کمزورې شوې، اوس په دفاعي حالت کې ده او له مې مياشتې يې هېڅ پرمختګ هم نه دی کړی.

دی وايي د سوریې۲۰ سلنه خاوره هم له دغې ډلې پاکه شوې ده.

په ۲۰۱۴ کال کې "اسلامي دولت" نومې ډلې د عراق او سوريې لويه برخه تر ولکې لاندې وه.

د ايتلافي ځواکونو په وينا عراقي ځواکونو، کوردي مليشو، نيمه پوځيانو او ايتلافي بريدونو له امله ۲۰ زره مربع کيلومتره خاوره له "اسلامي دولت" ډلې بېرته نيولي ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري د رمادي ښار بېرته نيول د اسلامي دولت نومې ډلې لپاره يوه لويه ماته بللې وه.

تېر کال د عراق له تکريت ښار څخه "اسلامی دولت" ډلې جنګيالي ايستل شوي وو، خو تراوسه د دې هېواد تر ټولو لوی شمالي ښار موصل تر ولکې لاندې لري.

تېره مياشت د عراق لومړي وزير حیدر العبادي د حکومتي ځواکونو له لوري د رمادي ښار له بېرته نيولو وروسته ويلي وو "اسلامي دولت" نومې ډله به له "عراق څخه وشړل" شي او د عراق بل لوی ښار موصل د نيولو هوډ يې څرګند کړی و.