د ایران- سعودي کړکېچ "په څو لسیزو کې تر ټولو خطرناک"

د انځور حقوق EPA
Image caption د نمرالنمر په وژلو سره د ایران او سعودي ترمنځ ترینګلتیا ډېره شوه

د سعودي عربستان او ایران ترمنځ اړیکي دومره خراب شوي چې تقريبا په تېرو۳۰ کلونو کې ساری نه لري.

د ایران او سعودي د اړیکو ترینګلتیا د یوه شيعه سعودي روحاني نمر النمر له اعدام وروسته ډېره زیاته شوه، په تهران کې د سعودي عربستان سفارت ته اور واچول شو، او ریاض ایراني ډېپلوماټان وشړل.

د سیاسي او مذهبي اغېز په خاطر د ریاض او تهران تر منځ مبارزه جغرافیايي- سیاسي پایلې لري چې د خلیج د آرامو اوبو نه اخوا خوریږي او د منځني ختیځ د نژدې ټولو سترو نښتو سیمې په کې شاملېږي.

د دې کړکېچ له امله ښايي د سوريې او یمن په لانجو کې د ډپلوماټیک پرمختګ امکانات کم شي، تر دې وړاندې داسې ښکاریدل چې نړیوالې خبرې اترې به ژر یوه نتیجه ورکړي.

د ناکرارۍ کلونه

اوسنی کړکېچ د ۱۹۸۰ کلونو د اختلاف په شان خطرناک دی، چې لومړی په کې د ۱۹۸۸ او ۱۹۹۱ تر منځ کلونو کې ډپلوماټیکې اړیکې ځنډیدلې وې.

هغه وخت سعودي عربستان او د خلیج د همکارۍ شورا نورو غړو دولتونو د جګړې په ترڅ کې د عراق د صدام حسین ملاتړ کړی وو او ایرانیانو د هغوې پر بېړیو بریدونه کړي وو.

په ۱۹۸۴کې د سعودي هوايي ځواک د ایران یوه هوايي جنګي جټ الوتکه ویشتلې وه او ادعا ېې کړې وه چې د سعودي هوايي حریم ته ننوتې وه.

د انځور حقوق AFP
Image caption په ایران کې د ۱۹۷۹ انقلاب د دواړو ګاونډیو ترمنځ د اختلافونو سبب شو

سعودي او د خلیج نورعربي حکومتونه باور لري چې له انقلاب وروسته د ایران حکومت د شیعه توندلاريتوب، په ۱۹۸۱کې په بحرین کې ناکامې کودتا، او څلور کاله وروسته د کویټ د امیر د وژلو ناکامې هڅې سره تړاو لري.

د ۱۹۸۷ کال د می په میاشت کې د لبنان د حزب الله ډلې په شان سعودې کې د حزب الله الحجاز پوځي ډوله توند لارې ډله جوړه شوه چې ایران ېې ملاتړ کاوه، او غوښتل ېې په سعودي عربستان کې پوځي عملیات وکړي.

حزب الله الحجاز یو شمېر لمسونکې ویناګانې خپرې کړې، دسعودي شاهي کورنۍ ېې وګواښله او کله چې په ۱۹۸۰کلونو کې د ایران اوسعودي ترمنځ ترینګلتیا ناڅاپه زیاته شوه، یو شمېر مرګوني بریدونه يې وکړل.

ژوره بې اعتمادي

په داسې حال کې چې په اوسني کړکېچ کې تر اوسه کومه مستقیمه مقابله نه ده رامنځ ته شوې، ترینګلتیا د ۱۹۸۰کلونوپه شان خطرناکه ده، په درې دلایلو.

لومړی، د هغو فرقه یي سیاستونو میراث چې منځني ختیځ کې ېې د سنیانو او شیعه ګانو ترمنځ ډېراختلافونه او په خلیج کې د ایران او ګاونډیو ترمنځ ېې د ژورې بې اعتمادۍ فضا رامنځ ته کړې.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ایران او سعودي عربستان د یمن او سوریې په لانجو کې د مخالفو اړخونو ملاتړ کوي

له ترینګلتیا نه ډکې دغسې یوې فضا کې، منځلاري اعتدال خوښونکي کمزوري شوي او د سیمه ییزو چارو په اړه د سخت دریځه رويې پلویان اوس پیاوړي دي.

دویم، په تېرو څلورو کلونو کې د خلیج دولتونو په زیاتېدونکې توګه پریکنده او له قاطعیت نه ډکې بهرنۍ تګلارې غوره کړې دي، تر يوې اندازې له دې امله چې د دوې له نظره ایران په کلونو کلونو په سیمه ییزو لانجو کې "لاسوهنه" کړې او هم ځکه چې هغوې په منځني ختیځ کې د اوباما د ادارې د نیتونو په اړه زیاتېدونکي شکونه لري.

په خلیج کې د ډېرو له نظره، د ایران له خوا اصلي خطر د تهران د اټومي پروګرام له امله نه دی بلکې له توندلارو غیردولتي لوبغاړو لکه حزب الله او په دې وروستیو کې د یمن له حوثي یاغیانو څخه د ا یران د ملاتړ له امله دی.

یمن کې د سعودي ایتلاف او د ترهګرۍ پرخلاف ګڼ ملتیزه ایتلاف چې تېره میاشت د ولیعهد مرستیال شهزاده محمد بن سلمان له خوا اعلان شو، دواړه ښيي چې سعودي چارواکي د سیمه ییزو امنیتي مسلو په اړه معامله نه کوي.

"د مړینې غږ"

د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د اړیکو شلېدل ښايي لږ تر لږه د اوس لپاره، د یمن او سوریې د جګړو د ختمولو سیمه ییزو هڅو لپاره د مړینې غږ وي.

د نمرالنمر د اعدام د خبر ترڅنګ دا خبر هم خپور شو چې په یمن کې د ډسمبر د ۱۵ نیټې نازک اوربند هم مات شوی.

نه اوربند او نه د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب خبرې اترې د کوم پرمختګ سبب نه دي شوې، او که د سعودي تر مشرۍ لاندې ایتلاف او ایران په یمن کې لاس وهنې زیاتې کړي، د ملګروملتونو خبرې اترې چې د جنورۍ په ۱۴ بیا پېلېدونکې وې، ښايي تر سره نشي.

د سورېې د سولې خبرې اترې چې د جنوري په وروستیو کې په جينوا کې پېلېدونکي دي ښايي هم له دغسې یوې نتیجې سره مخ شي، که د لانجې دوه تر ټولو اغېزمن بهرني اړخونه خپلې پښې ټینګې کړي او اختلافونو ته دوام ورکړي، د پردې تر شا هغه خبرې اترې به چې په حوصلې او صبر سره د جګړه کوونکو اړخونو د نژدې کولو لپاره په اوونیو اوونیو روانې وې هم بې نتیجې پاتې شي.

کرستیان کویټس اولریچسن د رایس په پوهنتون کې د منځني ختیځ لپاره د بېکړ انسټیټوټ څېړونکی او د چاټم هاوس د منځني ختیځ او شمالي افریقا د پروګرام یو همکار څېړونکی دی.