ملګرو ملتونو تهران کې د عربستان پر سفارت برید غندلی

د انځور حقوق AP
Image caption د ملګرو ملتونو امنیت شورا له ایرانه غواړي له دیپلوماتیکو او کونسلي ځایونو او د هغوی کارکوونکو ساتنه وکړي او خپلې نړیوالې ژمنې مراعات کړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ایران په پلازمېنې تهران کې د سعودي عربستان پر سفارت برید په کلکه غندلی او له ایرانه یې غوښتي چې د بهرنیو دیپلوماتیکو مرکزونو او کارکوونکو کلکه ساتنه وکړي.

د امنیت شورا د دوشنبې په شپه خپرې کړې وینا کې د سعودي پر سفارت د برید له امله اندېښمنه ښوولې ده. د شنبې په شپه ناوخته لاریون کوونکو د سعودي لخوا د شیعه روحاني النمر د اعدام په اعتراض تهران کې د عربستان پر سفارت برید وکړ.

امنیت شورا خپله بیانه کې د النمر اعدام ته په ځانګړې ډول اشاره نه ده کړې.

وړاندې په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازی غلامعلي خوشرو ددې سازمان سرمنشي ته په یوه لیک کې په تهران کې د عربستان پر کونسلګرۍ د برید په تړاو خواشیني ښوولې وه او ویلي یې وو چې عاملانو سره به یې قانوني چلند وشي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption امنیت شورا همداراز دواړه لوري ایران او سعودي عربستان "تعامل او په سیمه کې د کړکېچ کمولو" ته هڅولي دي.

تر دې برید وروسته عربستان د یکشنبې په ورځ ایران سره خپلې اړیکې پرې کړې. بحرین او سوډان او کویت هم د عربستان په ملاتړ ورته کار وکړ او عربي متحده اماراتو هم ایران سره د اړیکو کچې راټیټولو خبره وکړه.

د ملګرو ملتونو په وینا کې ویل شوي: "د امنیت شورا غړي په تهران کې د عربستان پر سفارت او مشهد کې یې پر کونسلګرۍ برید چې پر ديپلوماتیکې او کونسلي محوطې تېری دی او جدي زیانونه یې واړول، په کلکه غندي."

په دې بیانیه کې ددې پېښو په تړاو په "ژورې اندېښنې" سره ویل شوي، امنیت شورا "له ایراني چارواکو غواړي چې له دیپلوماتیکو او کونسلي ځایونو او د هغوی کارکوونکو ساتنه وکړي او په دې برخه کې خپل نړیوالې ژمنې مراعات کړي."

امنیت شورا همداراز دواړه لوري "تعامل او په سیمه کې د کړکېچ کمولو" ته هڅولي دي.

ورته مطالب