لږ ترلږه ٤٧ کسان ليبيا کې چاودنې له امله وژل شوي

لږ ترلږه ٤٧ کسان د ليبيا لويديځ کې يوې چاودنې کې وژل شويدي. بريد کې چې له چاودېدونکو توکو نه ډکې لارۍ څخه په کې کار اخيستل شوى لويديځ ښار زليتن کې د پوليسو د روزنې مرکز په نښه شوى دى.

په پلازمېنې طرابلس کې د روغتيا وزارت يوۀ وياند تايد کړې ده چې لږ ترلږه ٤٧ کسان په دې چاودنې کې وژل شوي او له ١٠٠ زيات ژوبل دي .

ځينو نورو خبري اژانسو د وژل شوو شمېر ٥٠ ښودلى دى . د زليتن د سيمې اوسېدونکو بي بي سي ته ويلي دي چې لسگونه ژوبل پلازمېنې طرابلس ته انتقال شوي دي ، ځکه چې د زليتن روغتون کې د امکاناتو د کمي له امله ډاکټران ستونزو سره مخامخ دي.

د ليبيا لپاره د ملگرو ملتو ځانگړي استازي ويلي دي چې چاودنه يوه ځان مرگي بريد کوونکې ترسره کړې ده.

د "الجحفل" په نوم دا رونيز مرکز د پخواني ولسمشر معمر قذافي د واکمنۍ پر مهال يوه پوځي چاوڼۍ وه.

په ٢٠١١ کال کې کې واک څخه د معمر قذافي لرې کولو نه راپدې خوا دا هېواد گډوډۍ اوبې ثباتۍ سره مخامخ دى ، او داسې اندېښنې دي چې د اسلامي دولت نوم ډله هلته خپلې پښې ټينگوي.

دې هېواد کې دوه حکومتونه دي چې يواځې يو يې د نړيوالې ټولنې لخوا په رسميت پېژندل شوى دى.