جرمني په جرمونو کې د ککړو کډوالو پر شړلو غور کوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption دا داسې ناوړه جرمونه دي، چې د جرمني په څېر هېوادونو کې په هېڅ صورت د منلو نه دي اېنګلا مېرکل

د جرمني لومړۍ وزیره اېنګلا مېرکل وايي کولون ښار کې د جنسي ځورونې له پېښې وروسته جرمني د هغو کډوالو په شړلو دویم ځلې غور کولای شي، چې جرمونو کې لاس لري.

نوموړې وايي، هغو کسانو ته باید څرګنده اشاره ورکوله شي، چې نه شي کولای د جرمني قانون ته غاړه کېږدي.

د نوي کال مراسمو پر مهال کولون ښار کې د ښځو ځورونکو له قافیې څرګندیږي، چې دغه ډېری کسان د شمالي افریقا اوسېدونکي دي او یا عربان دي.

د مېرمن مېرکل په خبره ''د نوي کال په ورځ چې هر څه پېښ شول، د منلو نه دي.''

نوموړې وايي:

''دا داسې ناوړه جرمونه دي، چې د جرمني په څېر هېوادونو کې په هېڅ صورت د منلو نه دي. هغه مېرمنې، چې د دغه جرم ښکار شوې، فکر کوي، چې له هر راز خوندیتوبه پرته په بشپړه توګه د مجرمانو ولکې کې وې او زه شخصاً دا نه شم زغملای، ځکه دا ډېره مهمه ده، چې په دې اړه پلټنه وشي، هغه کسان، چې دغو جرمونو کې ککړ دي، باید د قانون منګولو ته وسپارل شي او دوی ته څرګنده اشاره ورکړله شي، هغه چې زموږ قوانین نه مني، موږ به یې له جرمني وشړو.''

د انځور حقوق Reuters
Image caption له دې مخکې د پېښې ځای ته څېرمه سلګونو کسانو احتجاجي مظاهره وکړه، چې ډېری یې مېرمنې وې

دې سره داسې رپوټونه هم خپاره شوي، چې د نوي کال مراسمو پر مهال فنلنډ او سویټزرلنډ کې هم د جنسي ځورونې پېښې شوې دي.

دا چې بریدګر د عربانو یا شمالي افریقا د اوسېدونکو په څېر یادیږي، جرمني کې خلک اندېښمن شوي دي، ځکه دا وروستیو میاشتو کې جرمني او اروپا ته زرګونه کډوال ورغلي.

د انځور حقوق EPA
Image caption مېرمن مېرکل ژمنه کړې، چې د پېښې عاملین به د قانون منګولو ته وسپاري

د جرمني عدلیې وزیر هیکوماس هم له جرمني نه د دغو کسانو شړلو پلویتوب کوي.هغه وايي کوم کډوال، چې جرمونو کې لاس لري موږ پوهیدای شو، چې دغه کسان باید وشړل شي.

له دې مخکې کولون کې سلګونو کسانو د نوي کال مراسمو کې د جنسي ځورونې او غلا پېښو خلاف مظاهره وکړه.

مظاهره کونکو له صدراعظمې اېنګلا مېرکل نه غوښتنه کوله، چې مجرمان د قانون منګولو ته وسپاري.

مېرمن مېرکل وايي، ' د کرکې وړ دغه عمل ' کلکه غندنه کوي او وايي ټوله هڅه به وکړي، چې عاملین ومومي.

د سې شنبې په ماښام د پېښې ځای ته نژدې له ۳۰۰ ډېرو کسانو مظاهره وکړه، چې ډېری یې مېرمنې وې.