هند کې د غوایانو کابو کولو پر لرغونې لوبه لګېدلی بندیز لرې شو

د انځور حقوق J Suresh

هندي چارواکو تامل ناډو ایالت کې د غوایانو کابو کولو پر یوه دودیزه لوبه بندیزونه لرې کړي، چې له زرګونو کلونو راهیسې دغه سیمه کې تر سره کېږي.

جالیکاټو نومي دغه میله کې چې د جنورۍ میاشتې نیمايي کې تر سره کېږي، زرګونه کسان هڅه کوي، کاواکه غوايي کابو کړي، چې تر ښکرونو تړلۍ ډالۍ یې تر لاسه کړي.

د هند سترې محکمې ۲۰۱۴ کال کې پر دغې لوبې د حیواناتو حقونو مدافعینو له اعتراضونو وروسته بندیز لګولی و.

پروسږ کال له همدې کبله کومه میله تر سره نه شوه، خو د بندیز له لرې کېدو ورسته به سږ کال یوه ځلې بیا دغه لوبه وشي.

سترې محکمې د بندیز لګولو پر مهال ویلي و، چې په یاده لوبه کې د غوایانو کارول ژویو ته سخت زیان اړوي او د حیواناتو خوندیتوب قانون له مخې دغه چاره پرې تېری دی.

هند کې د حیواناتو خیر ښېګړې بورډ مسوولینو ویلي دوی به پر دغې لوبې د حکومت له لوري د بندیز لرې کول په قانوني توګه وننګوي. ټایمز اف انډیا ورځپاڼې د چاپیریال او ځنګلونو چارو وزیر پرکاش جواډیکر له خولې ویلي:

د انځور حقوق J Suresh
Image caption د جالیکاټو په اړه ویل کېږي، چې مخینه یې تر ۲۰۰۰ کاله هم پخوانۍ ده او د هغه مهال یوازینۍ لوبه ده، چې په معاصره زمانه کې هم مینه وال لري

''دغسې لوبې باید هره هغه سیمه کې تر سره شي، چې له مخکې پکې دود دي، خو د دې لپاره باید په څرګند ډول له ځايي چارواکو جواز تر لاسه شي او له اصولو سره سمه وشي.''

دغه لوبه کې د غوايي له خوشي کېدو وروسته لوبغاړي هڅه کوي د ډالۍ تر لاسه کولو لپاره له ۱۵ تر ۲۰ مترو واټن کې هغه تر کومي کابو کړي.

دغه بندیز د ایالت سیاسي ګوندونو او کلتوري سازمانانو له دې کبله غندلی و، چې وايي دا د سیمې کلتور یوه برخه ده.

جالیکاټو په اړه ویل کېږي، چې مخینه یې تر ۲۰۰۰ کاله هم پخوانۍ ده او د هغه مهال یوازینۍ لوبه ده، چې په معاصره زمانه کې هم مینه وال لري.

دغه لوبه کې ډېر خلک د غوایانو تر پښو لاندې شوي، ټپیان شوي دي او ځینو خو ان ژوند له لاسه ورکړی.