سپینه ماڼۍ داعش سره پر انټرنېټي مبارزې فکر کوي

د انځور حقوق Getty

امریکا په مجازي فضا کې له سخت دریځۍ او د داعش په څېر ډلو لخوا د نویو غړو له جذبولو سره د مبارزې لپاره د ځانګړو عملیاتي ډلو جوړولو په څېر کارونو ته مخه کړې ده.

د امریکا دولت د جمعې په ورځ (جنورۍ ۸مه) ددې ډلو د جوړولو اعلان وکړ.

ویل کېږي ورسره د سپینې ماڼۍ چارواکو او د انټرنېټي نړۍ د لویو شرکتونو مدیرانو ترمنځ د کالیفورنیا ایالت په سن خوزه ښار کې سلامشورې پیل شوې دي.

په دغو مشورو کې د ګوګل، اېپل، مایکروسافټ، فسبوک او ټویټر مدیران او د امریکا دولت لوړپوړي چارواکي برخه لري او ټاکل شوې پایله کې یې په مجازي فضا کې د داعش په څېر افراطي ډلو پروپاګند سره د مقابلې یوه ګړنلاره جوړه شي.

ددې کار لپاره د سپینې ماڼۍ له نورو ګامونو، د عدلیې او کورنیو چارو وزارتونو ترمنځ د یوې ګډې عملیاتي ډلې جوړول دي، ترڅو له تاوتریخوالي ډکې تندلارۍ سره مبارزه وکړي.

د انځور حقوق Getty
Image caption ټاکل شوې لوی څارنوال لورېتا لېنچ، د امریکا فدرال پولیسو (اف بي آی) مدیر جیمز کُمي او د ملي اطلاعاتو سازمان مدیر جیمز کلپر د ګوګل، مایکروسافټ، اېپل، فسبوک او ټویټر شرکتونو له مدیرانو سره مشورتي غونډه کې برخه واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم له امریکا بهر خلکو د پیاوړتیا لپاره ترڅود داعش تبلیغاتو پروړاندې مقابله وکړي، د یوه "نړیوال ګډون مرکز" جوړولو خبره کړې ده.

نډ پرایس د سپینې ماڼۍ له ویندویانو نن وویل: "د پاریس او سن باردینو بریدونو امریکا او د هغې ملګرو او همداراز خصوصي برخې دا اړینه کړه چې د نویو کسانو د جذبولو لپاره داعش په څېر افراطي ډلو د هڅو پروړاندې ګام پورته شي."

ټاکل شوې لوی څارنوال لورېتا لېنچ، د امریکا فدرال پولیسو (اف بي آی) مدیر جیمز کُمي او د ملي اطلاعاتو سازمان مدیر جیمز کلپر د ګوګل، مایکروسافټ، اېپل، فسبوک او ټویټر شرکتونو له مدیرانو سره مشورتي غونډه کې برخه واخلي.

د مجازي نړۍ لویو شرکتونو په وار وار د خپلو کاروونکو د "خصوصي حریم ساتنې" سره ددغه ډول اقداماتو له ټکر څخه اندېښنه ښوولې ده.

اسوشیټډ پرس وایي، ددې ناستو خبرو ته یې لاسرسی موندلی او دولت هڅه کوي دغو شرکتونو ته وښيي چې د داعش په څېر ډلې څنګه له دغو خدمتونو ګټه پورته کوي.

ښځه او خاوند تشفین مالک او سید فاروق چې دواړه تندلاري مسلمانان وو، یوه میاشت وړاندې د کالیفورنیا په سن باردینو ښار کې په یوه وسله وال بریدکې ۱۴ کسان ووژل او لسګونه نور ټپیان کړل.

دوی چې له برید څو ساعته وروسته پولیسو ووژل، له واده وړاندې د انټرنټ او کوډ لرونکو پیغامونو له لارې سره اشنا شوي وو.

په داسې حال کې چې تردې برید او د پاریس تر برید وروسته، دولتونه هڅه کوي له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې لوی انټرنټي شرکتونه له څارګرو او قضایي ادارو سره همکارۍ ته وهڅوي.

د ګوګل، مایکروسافټ او هم د فسبوک او ټویټر په څېر ټولنیزې شبکې مرستې ته د لېوالتیا ترڅنګ د خپلو کاروونکو د خصوصي حریم ساتنې اندېښنه لري. دوی ډارېږي چې څارګرو او قضایي ادارو ته د ناسمو معلوماتو له ورکړې سره خپلو کاروونکو ته سرخوږی جوړ کړي.

ورته مطالب