د افغان ماشومانو انلاین خوندیتوب

Image caption ماشوم کېدای شي په ناپوهۍ د کورنۍ شخصي ویډیوګانې او انځورونه د انټرنېټ له لارې شریک او د کورنۍ شخصي حریم له خطر سره مخ کړي.

تېر کال (۲۰۱۵) کې د نړۍ۳.۲ میلیارد وګړي انلاین وو. د ځینو سروې ګانو پر بنسټ کابو ۶۰٪ ځوانان او هغه چې عمر یې تر ۱۸کلونو ټیټ دی، سوشل میډیا کې چټ کړی دی.

په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د انټرنېټ کارول زیات شوي دي، د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د شمېرو پر بنسټ د افغانستان ۲.۵ میلیونه وګړي انټرنېټ کاروي.

په دې کاروونکو کې هغه کسان هم شامل دي، چې عمرونه یې تر ۱۸کاله کم او د ماشومانو په ډله کې راځي.

د ماشومانو له خوا د کمپیوټر، موبایل، ټبلېټ او مختلفو کمپیوټري وسایلو پراخ استعمال، د ډول ډول پروګرامونو کارول د دوی لپاره زیاتې ګټې راوړې او انټرنېټ کارونې د هغوی د تعلیمي او تحصیلي ودې په برخه کې د پام وړ رول لوبولی؛ خو ورسره لازمه ده، چې ماشومان او ځوانان د نوې ټکنالوجۍ له امله دوی ته د احتمالي ورپېښېدونکو خطرونو څخه خبر وي.

د ماشومانو انلاین خوندیتوب په نړیواله کچه د بحث وړ مساله گرځېدلې ده.

د انلاین له لارې کېدای شي ماشومان له ناپیژانده او داسې خلکو سره اړیکې ټینګې کړي، چې هغوی یې تهدید او حتی دناوړې ګټې اخیستلو لپاره وکاروي. په انلاین توګه کېدای شي ماشومان داسې نامناسبې محتوا لرونکو فېلمونو، ویډیوګانو، انځورونو او مطالبو ته لاسرسى پیدا کړي، چې پر ماشومانو ناوړه اغیزه کوي، اخلاقي انحراف او حتی افراط ته یې هڅولى شي.

ماشوم کېدای شي په ناپوهۍ د کورنۍ شخصي فیلمونه، ویډیوګانې او انځورونه د انټرنېټ له لارې شریک او د کورنۍ شخصي حریم له خطر سره مخ کړي.

د ټکنالوجۍ پر مټ د اړیکو د پراخو چینلونو له لارې ماشومان له مختلفو خلکو سره اړیکې نیولای شي، چې دا اړیکې کېدای شي، حتى د دوی پر اختطاف هم تمامې شي. له همدي امله د ماشوم انلاین خوندیتوب مهمه مساله ده.

د ماشومانو ځیرکتیا او پر ټکنالوژۍ ښه تسلط په ځینو برخو کې دوی له خپل مور پلار يا د کورنېو له نورو مشرانو مخکې کړې دي. له بده مرغه په افغانستان کې اکثره پلرونه، چې ماشومان یې نوې ټکنالوژي کاروي، په دې برخه کې کافي اندازه پوهه نه لري، چې ورسره د افغان ماشومانو د انلاین امنیت مساله لا پېچلې کیږي.

څه باید وشي؟

په نوره نړۍ کې د ماشومانو انلاین خوندیتوب لپاره زیات کار شوی دی. دولت، ملي او نړیوالوټولنو په دې برخه کې فعاله رول لوبولی دی. متأسفانه په افغانستان کې په دې اړه کافي بحث نه دی شوی.

د ماشوم انلاین خوندیتوب په اړه مختلف لوري باید په ګډهکار وکړي:

١. دولت:

د افغانستان دولت ته په کار ده، چې په تعلیمي او تحصیلي نصاب کې د ټکنالوژۍ د مثبتو اړخونو د تدریس تر څنګ پر احتمالي پېښېدونکو خطرونو هم بحث وکړي.

Image caption ماشومان بايد په دې پوه کړى شي چې د انټرنېټ کارونه گټو سره سره خطرونه هم له ځان سره لري.

د ماشومانو لپاره د انټرنېټ کارونې په اړه قوانین رامنځ ته کړي. دولت باید له ټولو اړخونو، لکه: د انټرنېټي خدمتونو چمتوکوونکو ادارو، د ماشومانو له مور او پلار، رسنیو، قانون جوړوونکو او پلې کوونکو ادارو، د ماشوم ساتنې له ملي او نړیوالو ټولنو او خپله ماشومانو او ځوانانو سره ګډ کار وکړي، چې څنګه کولای شي دا ستونزه حل کړي.

٢. رسنۍ:

رسنۍ د ماشوم انلاین خوندیتوب په اړه دعامه پوهاوي کمپاین کې باید برخه واخلي. رسنۍ کولای شي د انلاین خوندیتوب په اړه ملي بحث ته لاره پرانیزي او په دې اړه بېلابېلې خپرونې ترتیب کړي.

ماشومانو او هم پلرونو او مورګانو ته په دې اړه لارښوونې وکړي او باخبره يې کړي.

٣. مور اوپلار يا د کورنۍ نور مشران:

د ماشوم انلاین خوندیتوب ساتنه کې تر ټولو ستر مسوولیت د پلار او مور دی. مور او پلار د دې تر څنګ چې پر خپل ماشوم باندې نیک ګمان کوي خو دا باید درک کړي چې تل خپل ماشومان وڅاري، چې په انټرنېټ او ان لاين حالت کې څه کوي، کوم ویب سایټونه ګوري، کومې لوبې کوي، له چا سره په اړیکه کې دي؟ دوی کولای شي، دا کار د یو لړ پیژندل شوو، سافټویرونو پر مټ ترسره کړي.

دا سافټویرونه په اتومات شکل، د ماشوم فعالیتونه په کمپیوټر، موبایل او نورو وسایلو کې څاري. پلار او مور بیا کولای شي، د هغه راپور وګوري، چې ماشوم یې له انټرنېت څه کړي.

د دې تر څنګ مور او پلار باید له دولت، انټرنېټ چمتو کوونکو ادارو، ماشوم خوندي ساتلو ادارو سره په اړیکه کې وي.

مور او پلار باید دا خپل یو اړین کار وبولي. که احیانا وکتل شي، چې ماشوم یې په روحي توګه تر فشار لاندې دی، یا له کومې ستونزې سره مخ دی، زر تر زره باید جدي پام ورته وکړي، ځکه کېدای شي، چې ماشوم په انلاین توګه د کوم څه تر تاثیر لاندې راغلی او ځوریدلی وي.

Image caption مور او پلار باید هغه کمپیوټرونه او موبایلونه یا نورو وسایل ماشومانو ته ورنه کړ ي چې د دوی کورني مالومات په کې خوندي دي.

مور او پلار باید هڅه وکړي، په هغو کمپیوټرونو او موبایلونو یا نورو وسایلو کې چې د دوی شخصي کورني مالومات خوندي دي، ماشوم ته په واک کې ورنکړي، ځکه کېدای شي، ماشوم په ناپوهۍ کې دا مالومات د انترنېټ له لارې شریک کړي. خپله ټکنالوژيکي پوهه مو اپډېټ يا نوې کړئ، څو ماشوم د تېکنالوژۍ په برخه کې ستاسو له ناپوهۍ ګټه وانه خلي.

٤. ماشوم:

ماشوم باید دا درک کړي، چې د دې ترڅنګ چې په انلاین توګه نوموړی زیات څه زده کوي او د ساتیرۍ یوه ښه مشغولا یې ده، ورسره خوا کې یو لړ زیانونه او خطرونه هم لري، چې باید په اړه یې هوښیار وي.

له ناپیژانو خلکو سره اړیکې ټینګې نه کړي، هغه کسان چې ستاسو پته غواړي، خپل او د کورنۍ ادرسونه مه ورکوئ، که ستاسو د کور انځور او نورې ناوړې غوښتنې لري، باید مثبت ځواب ورنکړئ.

که سوشل میډیا کاروئ، باید پوه شئ، چې جعلي اکاونټونه هم شته، چې ممکن تاسو وځوروي. او د هر ډول داسې غوښتنې څخه بايد د کورنۍ مشران خبر کړي.

٥. ملي او نړیوالې ادارې:

مدني ټولنې، د ماشوم ساتنې ملي او نړیوالې ټولنې باید دې برخې ته پام وکړي. او په دې برخه کې پروگرامونو وړاندې کولو سره خلک له هغه خطرونو خبر کړي چې ماشومان ورسره د انټرنېټ د کارونې پر مهال مخامخ کېدى شي.

په پای کې غواړم یادونه وکړم، چې د ټکنالوجۍ او انټرنېټ پرمخ زیاتیدونکې کارونه د ګټو تر څنګ ستونزې هم جوړوي. د انلاین خوندیتوب، سایبري حملو او احتمالي خطرونوپه اړه عامه پوهاوي لپاره ملي بحث ته اړتیا ده.