د مضایا ۴۰۰ اوسېدونکي درملنې لپاره 'بیړني ویستو ته اړ دي'

د انځور حقوق Reuters
Image caption دا ښار پلازمېنې دمشق ته څېرمه پروت دی او د تېرو ۶ میاشتو راهیسې د دولتي ځواکونو او د هغوی ملاتړي ډلې حزب الله اورپکو تر کلابندۍ لاندې دی.

سوریه کې کلابند شوي ښار مضایا ته د ملګرو ملتونو خوراکي مرستو رسېدو وروسته په دې سازمان کې د نیوزېلنډ استازی وایي، ددې ښار نږدې ۴۰۰ اوسېدونکي د روغتیايي پاملرنې لپاره په بېړني ډول ویستلو ته اړتیا لري.

دا ښار پلازمېنې دمشق ته څېرمه پروت دی او د تېرو شپږو میاشتو راهیسې د دولتي ځواکونو او د هغوی ملاتړي ډلې حزب الله اورپکو تر کلابندۍ لاندې دی.

ملګرو ملتونو کې د نیوزېلنډ استازی جراد ون بومن وروسته له هغه دا څرګندونې وکړې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په مضایا ښار کې پر انساني کړکېچ خبرې وکړې.

تر اوږدې مودې قحطۍ وروسته د دوشنبې په ورځ (جنورۍ ۱۱مه) د ملګرو ملتونو خوراکي مرستې مضایا ته ورسېدې.

د انځور حقوق AFP
Image caption پاول کریزسیک چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې سره مضایا ته تللی، ښار ته له ننوتو وروسته یې وویل: "خلک په هرو پنځو دقیقو کې راتلل او پوښتنه یې کوله: خوراکي توکي مو راوړي؟ درمل مو راوړي؟"

ملګرو ملتونو ویلي، کره راپورونه یې ترلاسه کړي چې ښيي ددې ۴۰ زره کسیز ښار یو شمېر اوسېدونکي د لوږې له امله مړه شوي دي.

د سوریې دولتي چارواکو او حزب الله په مضایا کې د لوږې له امله د خلکو مړه کېدل رد کړي. د مخالفو وسله والو ډلو مشران هم تورن شوي خوراکي توکي یې په لوړه بیه پر خلکو پلورلي دي.

مضایا سره هممهاله د ملګرو ملتونو مرستې ادلب ولایت کې د مخالفینو تر کلابندۍ لاندې دوو کلیو ته هم رسېدلي. د سوریې په شمال کې د کفریا او فوعه په کلیو کې ۲۰۰ زره کسان له دولت سره د جنګېدونکو مخالفینو تر محاصرې لاندې دي.

ښاغلي بومن د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې وویل، د مضایا ۴۰۰ اوسېدونکي باید په بېړني ډول له دغه ښاره وویستل شي.

فرانس پرس د هغه له خولې لیکلي: "هغوی همدا اوس ویستلو او روغتیایي خدمتونو ترلاسه کولو ته په بېړني ډول اړتیا لري او ددې کسانو د ویستلو لپاره د سوریې دولت اجازې ته اړتیا ده."

د ښار ډېرو کمو اوسېدونکو ته د وتلو اجازه ورکړل شوې. دغه لږ شمېر خلک له خپلو کالیو سره لیدل شوي چې وتلو ته انتظار باسی.

د انځور حقوق EPA

په ټوله کې د دوشنبې په ورځ ۴۴ موټره توکي د ملګرو ملتونو، سره صلیب نړیوالې کمېټې، د سوریې سره میاشت او د ملګرو ملتونو غذایي سازمان تر مدیریت لاندې له دمشق څخه مضایا ته رسېدلي دي.

په دغو مرستو کې خوراکي توکي، درمل، کمپلې، کېږدۍ او صابون شامل دي. تمه کېده چې دا توکي شپه مهال ووېشل شي.

پاول کریزسیک چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې سره مضایا ته تللی، ښار ته له ننوتو وروسته یې وویل: "خلک په هرو پنځو دقیقو کې راتلل او پوښتنه یې کوله: خوراکي توکي مو راوړي؟ درمل مو راوړي؟"

"ځېنو پر شونډو مسکا کوله او لاسونه یې خوځول، خو ډېر زیات کمزوري شوي وو، مخونه یې ډېر ډنګر وو او ظاهرا ناروغ ښکارېدل."

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکی یاکوب آل هیلو بي بي سي ته وویل، د ملګرو ملتونو کارکوونکي په ښار کې د خوارځواکي ځپلو ماشومانو شاهدان وو.

د مضایا اوسېدونکې ۱۷ کلنه هیبه عبدالرحمن فرانس پرس ته ویلي: "تېرو پنځلسو ورځو کې مو یواځې سوپ خوړلی."

"یو سړی مې ولیده چې پیشوګانې یې حلالولې او خپلې کورنۍ ته یې ویلې چې سویې یې ښکار کړي دي. ځېنو د خځلو په سطلونو کې خوراکي توکي لټول او ځېنو واښه خوړل. موږ له اورپکو ډوډۍ وغوښته خو رایې نکړه."

د انځور حقوق AFP
Image caption ملګرو ملتونو ویلي، کره راپورونه یې ترلاسه کړي چې ښيي ددې ۴۰ زره کسیز ښار یو شمېر اوسېدونکي د لوږې له امله مړه شوي دي.

مضایا د سوریې په لویدیځ کې لبنان سره پولې ته څېرمه پرته ده او د مني له پیله د سوریې ځواکونو او حزب الله اورپکو تر محاصرې لاندې ده.

دې ښار ته د بشري مرستو او خوراکي توکو د رسولو پروړاندې عمده خنډ د جګړې د ښکېلو خواوو مخالفت وو چې اوس یې ظاهرا منلې ملګري ملتونه دغه ښار ته خوراکي توکي ورسوي.

د سوریې نږدې ۴،۵ میلیونه وګړي د هېواد په داسې سیمو کې ژوند کوي چې لاسرسی ورته ګران دی او نږدې ۴۰۰ زره یې تر کلابندۍ لاندې سیمو کې ژوند کوي چې د ژوند لومړنیو توکو غذا او اوبو ته محدود لاسرسی لري.