هند: پخوانيو بریتانوي پوځیانو ته د زندان سزا ورکړله شوې

د انځور حقوق
Image caption د هند ګمرګ چارواکو دغه کښتۍ داسې حال کې موندلې وه، چې د هند سمندر کې یې د ګرځیدو جواز نه درلود

هند کې د سمندري غلا غدیو مخنیوي یوې بېړۍ شپږ کارکونکو پخوانیو برتانوي پوځیانو ته د پنځه، پنځه کاله زندان سزا ورکړله شوې.

دوی ۲۰۱۳ کال کې هغه مهال د وسلې ساتلو په تور نیول شوي وو، چې کښتۍ یې له وسلې ډکه وموندله شوه.

دغه قضیه خارجه شوې وه، خو هندي چارواکو یې خلاف استناف غوښتنه کړې وه او بالاخره پرېکړه د دوی حق کې وشوه.

د بېړۍ ټول ۳۵ پوځیانو او ساتونکو ته پنځه، پنځه کاله د زندان سزا ورکړله شوې وه او دغه راز هر یوه ته د ۳۰۰۰ روپیو جریمې سزا ورکړله شوې وه.

دغه سړي هغه کښتۍ کې نیول شوي وو، چې د یوې امریکايي کمپنۍ ملکیت ده، چې پیراټیس الې نومي سیمې ته، چې د سره سمندر او هند سمندر تر منځ ده کښتیو ته د خوندیتوب خدمتونه ورکوي.

د انځور حقوق
Image caption دوی زموږ خلاف تر اوسه داسې کوم ثبوت نه لري، چې ګواکې موږ کوم جرم تر سره کړی نیک ډن

د هند ګمرګ چارواکو دغه کښتۍ داسې حال کې موندلې وه، چې د هند سمندر کې یې د ګرځیدو جواز نه درلود او د ۳۵ ټوپکو او ۶۰۰۰ زره مرمیو په شمول پکې وسله موجوده وه.

د هند تامل ناډو ایالت کې یوې محکمې د هندي چارواکو هغه عریضه تایید کړه، چې یادې کښتۍ مناسب اسناد نه درلودل.

نیول شویو سړیو هر ډول ناسمه کړنه پرلپسې رد کړې او وايي امریکايي مالکانو یوازې پرې ایښي دي.

دوی دغه راز ادعا کوي، چې د ۲۰۱۳ کال له نومبر راهیسې تنخواه نه ده ورکړله شوې. له دغو پنځو کسانو نه نه یوه یې نیک ډن وویل:

''دوی زموږ خلاف تر اوسه داسې کوم ثبوت نه لري، چې ګواکې موږ کوم جرم تر سره کړی او تر اوسه یې موږ تورن کړي هم نه یو.''