اوباما: روان کال کې د گوانټانامو زندان تړل غواړي

Image caption دا کانگرس ته د ولسمشر اوباما وروستۍ کالنۍ وينا وه.

د امريکا ولسمشر، براک اوباما، ويلي دي غواړي په روان کال کې د گوانټانامو زندان وتړي.

ده دا خبره د امريکا د ولسي جرگې او مشرانو جرگې گډې غونډې ته خپلې وروستۍ کالنۍ وينا کې کړې ده.

اوه کاله وړاندې چې څه وخت ولسمشر اوباما واک ته رسېدلى وو هغه مهال يې په ١٠٠ ورځو کې د گوانټانامو د زندان د تړلو ژمنه کړې وه، خو په تېرو اوو کالو کې ددې ژمنې په پوره کولو کې پاتې راغى، که څه هم دې زندان کې د بنديانو شمېر د پام وړ کچې ته راټيټ شوى دى. دې زندان کې ډيرى هغه بنديان ساتل کېدل چې القاعدې او طالبانو د غړيتوب يا ورسره د اړيکو په شک افغانستان، پاکستان او نورو سيمو کې نيول شوي وو.

Image caption د کانگرس د دواړو جرگو غړو د ولسمشر اوباما وروستۍ وينا غونډې کې برخه درلوده.

د امنيت په برخه کې ولسمشر اوباما وويل چې د امريکايانو خونديتوب اود ترورستي شبکو تعقيب دده د لومړيتوبونو په سرکې راځي. ښاغلي اوباما وويل بېلابېلو هېوادونو سره به مرسته کوي چې د وسله والو لپاره په خوندي پټ ځايونو بدل نه شي. خوده زياته کړه " ان د القاعدې له شتون پرته به هم د نړۍ ځينې برخې لکه منځنى ختيځ ، افغانستان ، پاکستان د منځنۍ اسيا او د افريقا ځيني برخې راتلونکو څو لسيزو لپاره نا رامه وي ".

د اسلامي دولت په نوم ډلې يا داعش پر ضد د امريکا د پوځي هڅو د يادولو پر مهال ده وويل"موږ بايد دا ډله يوازې د قاتلانو او افراطيانو په نومونو ياده کړو، د هغوي رېښې بايد غوڅې او له منځه يوړل شي".

ده په غير مستقيم ډول د امريکا د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو کې د جمهوري خوا گوند د کانديتورۍ هيله من، ډونلډ ټرمپ، لخوا په مسلمانانو او کډوالو نيوکو او څرگندونو په اړه وويل " کله چې سياستوال د مسلمانانو سپکاوى کوي، کله چې په يو جومات بريد کېږي او يا يو کوچنى زورول کېږي، دا امريکا نه خوندي کوي".

ولسمشر اوباما دې وينا کې له خپلې اقتصادي تگلارې هم ننگه وکړه او وې ويل "امریکا له اوږده ناوړه اقتصادي حالته وتلې او د یوه سمسور او پر مختللي هېواد په توګه را څرګندېږي.