کويت: ايران ته د جاسوسۍ په تور دوه کسان په اعدام محکوم شوي

د انځور حقوق Reuters

کويت کې محکمې يو ايرانی او يو کويتی د ايران او د لبنان حزب الله لپاره د جاسوسۍ په تور پر اعدام محکوم کړي دي.

په دغو دواړو کسانو د وسلې ساتلو تور هم دی. محکمې ايرانی کس په غياب کې په بند محکوم کړی، کويتی د محاکمې پر مهال موجود و.

همدا ډول دغې محکمې ۱۵ نور کسان چې ټول د کويت شيعه ګان دي له پنځو تر ۲۵ کلونو بند محکوم کړي دي.

د کويت سترې محکمې په خپله خبرپاڼه کې ويلي، "دغه ۲۴ کسان د چاودېدونکو توکيو او وسلو د قاچاق په تور نيول شوي. له دغو ۲۲ تنو يې د وسلو او چاودېدونکو توکو زده کړې هم تر لاسه کړې دي."

کله چې سعودي، شيعه ديني عالم نمر النمر اعدام کړ او په تهران کې د سعودي پر سفارت قهرجنو ايرانيانو بريد وکړ، د عربي نړۍ او ايران تر منځ اړيکي ترينګلې شوې.

تېره اوونۍ کويت له ايرانه خپل سفير ور بللی و.

له دې وړاندې سعودي، سودان، بحرين او جيبوتي هم خپل ديپلوماتيک اړيکي له ايران سره پرې کړي وو.

ويل کېږي د سعودي او ايران تر منځ اړيکی دومره خراب شوي چې نژدې په تېرو ۳۰ کلونو کې ساری نه لري.

سعودي عربستان ويلي دي چې دوى له ايران سره ټولې سوداګريزې او د هوايي کرښو اړيکي شلولي دي . خو په ملګرو ملتو کې د ايران استازي د يوه ليک له لارې د دې سازمان سر منشي ته ويلي چې هېواد يې غواړي هغه کسان ونيسي چې پر سفارت يې بريد کړى وو.

ورته مطالب