ايا سعودي د داعش د رامنځ کېدو مسوليت په غاړه لري؟

ایا د "اسلامي دولت" ډلې د راپېدا کېدو په خاطر سعودي عربستان ملامت دی؟

معمولا ادعا کېږي چې وهابیزم، د اسلام یوسخت دریځه ډول چې سعودي عربستان کې پيدا شوی او سعودي دولت ورته وده ورکړې- د ترهګرۍ سبب شوی.

سعودي عربستان په دې هم تورن دی چې "اسلامي دولت" ډلې سره ېې مستقیمې مالي مرستې کړي یا ېې د هغو اشخاصو مخه نه ده نېولې چې "اسلامي دولت" ډلې ته پيسې استوي.

خو سعودي عربستان دا دواړه تورونه ردوي، او ویلي ېې دي چې د ترهګرۍ پر ضد یو نوی اسلامي ایتلاف جوړ وي.

پنځو تنو کارپوهانو په دې اړه خپل نظریات شریک کړي دي:

پروفیسر برنارد هیکل: د "اسلامي دولت" ډلې دیني نظریات له وهابیزم سره تړاو لري.

پروفیسر برنارد هیکل د امریکا په پرنسټن پوهنتون کې د معاصر منځني ختیځ، شمالي افریقا او منځنۍ آسیا د سیمه ییزو څېړنو د انسټیټوټ مشر دی.

"د اسلامي دولت" ډلې دیني نظریات له "جهادي سلفیزم" څخه سرچینه اخلي، چې په اسلام کې یوه ډېره پخوانۍ نظریه ده او د لفظي تعبیر پلوي کوي.[پلویان ېې] ډېرسخت دریځه دي، او نور مسلمانان چې د دوې نظریات نه تاییدوي، محکوموي. هغوې په دې باور دي چې د دوی دین د تاوتریخوالي کارولو ته اجازه ورکوي.

"محمد بن عبدالوهاب د سلفي دود پلوي کوله. هغه په عربستان کې یو مذهبي اصلاحپالی و، چې وېې کولاې شول یو مذهبي غورځنګ جوړ کړي چې د یوه دولت د جوړېدو سبب شو.

" د هغه په فکر، مسلمانان د اسلام له "ريښتیني" پیغام څخه منحرف شوي، په سمه توګه لمونځ نه کوي یا اصلا هېڅ لمونځ نه کوي، یا داسې کارونه کوي چې د ده له نظره له دین څخه سرغړونه ګڼل کېږي.

"دهغه وخت ډېرو عالمانو د ده د نظریاتو پر خلاف لیکنې وکړې. هغوې احساس کاوه چې هغه [عبدالوهاب] په کافي اندازه زده کړه نه ده کړې چې نورو ته د تعلیم ورکولو وړتیا ولري.

"بالاخره هغه [عبدالوهاب] وکولاې شول په ۱۷۴۴کې د ال سعود کورنۍ له مشر سره اړیکي جوړ کړي. دغې اتحاد ډيری پیاوړي او دوامداره اغېزې درلودې.

Image caption "اسلامي دولت" ډلې په عراق او سوريه کې زیات شمېر کلتوري او تاریخي لرغونې آثار چې تاریخي اهمیت ېې درلوده له منځه یوړل

"هغه[عبدالوهاب] باور درلود چې د عقیدې یوه سوچه بڼه شته ده، او که هر څوک هغه ومني په اخرت کې به ېې د ژغورنې ضمانت وشي، او په ژوند کې به هم خداې ټول هغه شیان ورته ورکړي چې ژمنه ېې کړې ده.

"داسې ښکاري چې لومړنی سعودي دولت، د دغې وهابي عقیدې پربنسټ د هغه پیغام

تاییدوي ځکه چې په ۱۸ او ۱۹ پېړیو کې ېې سیاسي او پوځي بریالیتوبونه ترلاسه کړل او د عربستان زیاتره برخه ېې فتح کړه.

"کله چې به یو ښار فتح شو، هغه به ښوونکي وګمارل چې د ده دیني عقیده خلکو ته ورزده کړي. هغه یو شمېر لنډ کتابونه ولیکل چې د لارښونو بنسټ ېې وو، همدا کتابونه اوس د "اسلامي دولت" ډلې له خوا کارول کېږي.

"اسلامي دولت ډله ادعا کوي چې سعودي دولت د محمد بن عبدالوهاب د رښتینې عقیدې له لارې څخه انحراف کړی، او دوې [اسلامي دولت ډله] د ريښتیني سلفي یا وهابي پیغام استازي دي."

پروفیسر مداوي الرشید : وهابیزم د اسلامي بېدارۍ سبب شو.

سعودي کې زېږېدلی پروفیسر مداوي الرشید د لندن د اقتصاد پوهنځي د منځني ختیځ د مرکز یو مېلمه پروفیسر دی.

"د سعودي شاهي دولت د مذهبي، ټولنیزو او کلتوري چارو بشپړ کنټرول وهابیانو ته ورکړشوی و. ترهغو چې وهابي ملایانو دا وعظونه کول چې سعودي خلک باید د خپلو حاکمانو اطاعت وکړي، د آل سعود کورنۍ خوشاله وه.

"په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ کلونوکې عربي نړۍ له انقلابي نظریاتو ډکه وه. سعودي حکومت فکرکاوه چې وهابیان د دغو نظریاتو مخه نیسي، ځکه چې هغوې خلکو ته یوه بله لاره ښيي چې د خپلو حاکمانو اطاعت وکړي او په سیاسي چارو کې مداخله ونه کړي.

Image caption پاچا فهد غوښتل په نړیواله کچه وهابیزم ته وده ورکړي. د۱۹۹۰ کال تصویر

"په ۱۹۸۰کلونو کې، پاچا فهد د قرآن کريم د چاپولو لپاره یوه چاپخانه جوړه کړه، او د قرآن نسخې ېې په وړیا توګه د نړۍ بېلابېلو برخو ته ولېږلې. او نړیوالو زده کونکو ته د دیني زده کړو لپاره ېې د المدینه پوهنتون جوړکړ.

"یقینا چې وهابیزم د اسلام یو بې زغمه ډول دی. هغه محلي مذهبي دودونه دي چې له وخت نه مخکې په نړۍ کې خپاره شوي. موږ وینو چې هغه کېدای شي په یوې انقلابې ژبې بدل شي او خلک وهڅوي چې د اسلام په نوم ظلمونه وکړي.

"کله چې شوروي اتحاد پر افغانستان تېری وکړ، سعودي رژیم له وهابیزم څخه د یوې وسیلې په توګه کار واخیست. ځوان مسلمانان ېې ولمسول چې د کافرو روسانو پر ضد جهاد لپاره افغانستان ته لاړشي.

"د اخوان المسلمین له راتلو څخه وهابیزم ګټه ترلاسه کړه. په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ کلونو کې اخوانیان له مصر، سورېې اوعراق څخه شړل شوي وو او سعودي عربستان هغوې ته ښه راغلی ووایه.

"د هغوې زیات شمېر کسان دیني ښوونکي شول او په دې ډول له وهابیزم سره ګډ شول، او د نورو اسلامپالو سازماني مهارتونه، په سعودي عربستان کې د یو نوي، اسلامپالي بهیر د راپېدا کېدو سبب شول، چې د اسلامي بېدارۍ په نامه یادیږي. "

ایمن دین: د سلفیزم په اړه ډېره غلط فهمي شوې ده.

په سعودي کې زېږیدلي ایمن دین په ۱۹۹۰کلونو کې ښوونځي پرېښوده او د جهاد لپاره بوسنیا ته لاړشو، او بیا القاعدې سره یو ځاې شو. کله چې مایوسه شو، د بریتانیا حکومت سره ېې پټه همکاري پېل کړه.

"دودیزه سلفیزم چې ډېری پلویان په سعودي عربستان کې په تېره بیا په مذهبي ادارې کې دي ښايي د اسلام د نورو څانګو په اړه مثبت نظر و نه لري، خو سره د دې د سیاسي تاوتریخوالي پر ضد مبارزې کې ډېر فعاله دي ځکه چې حکومت ته د درناوي په اصل باندې باورلري او وايي چې د عدالت او سیاسي آرمانونو په پرتله باید قانون او نظم او ثبات ته د لومړیتوب حق ورکړل شي.

"د سعودي عربستان مذهبي ادارې د اسلام د نورو بڼو پر خلاف له تاوتریخوالي ډک کوم توپیرې چلن نه دی کړی.

"زه تل اورم چې خلک وايي ’موږ نه دي اوریدلي چې ډېر مسلمانان دې د اسلامي دولت ډله وغندي او د ترهګرۍ پرضد دې ودرېږي’.

"د القاعدې او اسلامې دولت ډلې پر ضد مبارزې کې د سعودې امنیتي ځواکونو څومره کسان مړه شوي دي؟ د "اسلامي دولت" ډلې او القاعدې څومره کسان د سعودي په زندانونوکې دي؟ یواځې سږ کال د "اسلامي دولت" ډلې ۱۸۵۰ شکمن کسان په سعودي عربستان کې نیول شوي دي.

Image caption د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عبدل ال جوبېر د سورېې یو شمېر یاغې ډلوته د پوځي او مالي مرستو وړاندیز کړی

"په سعودي عربستان کې [له اسلامي دولت ډلې سره] د تشې خواخوږۍ څرګندونه د بندي کېدو سبب کېږي.

"د سعودي زندانونه له بنسټپالو اسلامپالو ډک دي، خو د خلیج بلې غاړې کې ایراني زندانونه له لیبرالو آزاد خیالو کسانو او د بشري حقونو مبارزینو ډک دي. څوک اعتدال خوښونکی او څوک سخت دریځه دی؟

"که د هغوسعودیانو شمېر ته وګورئ چې له "اسلامي دولت" ډلې سره یوځاې شوي دي، په هرو یو میلیون وګړو کې تر ۱۸۰ کسانو پورې دي.

"په تونس کې- چې یو ډېر ټینګ سکیولر هېواد دی او له نیمې پېړۍ نه زیات وخت کېږي چې په کې هېڅ ډول دیني پوهنه روزنه نشته- په هرو یو میلیون وګړو کې دا شمېره له ۲۱۲ نه زیاته ده.

ماتیو لیویټ: "اسلامي دولت" ډله له مالي پلوه پر خپلو پښو ولاړه ده.

ماتیو لیویټ د نژدې ختیځ د تګلارو لپاره د واشنګټن انسټیټوټ کې د ترهګرۍ ضد پروګرام مشر دی

"د معمولي پوهې برخلاف، "اسلامي دولت" ډله د خپلو پېسو نسبتا یوه وړه برخه له شتمنو مرستندویانو څخه تر لاسه کوي. په داسې حال کې چې یو وخت په سعودي عربستان کې، ترهګرۍ ته مالي مرستې یوه لویه ستونزه وه، ریاض په دې پیل کړی چې حالات بدل کړي- په تېره بیا د "اسلامي دولت" ډلې مالي سرچینو په اړه.

"ډېرکلونه کېږي چې "اسلامي دولت" ډله له مالي پلوه پر خپلو پښوولاړه ده، د هغو کلونو په ګډون چې عراق کې يې د القاعدې په بڼه کار کاوه. په ۲۰۰۶ کې د امریکا متحدو ایالتونو یوې ارزونې وموندله چې عراق میشته القاعده یاغي ډله له مالي پلوه پرخپل ځان متکي ده، یواځې له غېرقانوني فعالیتونوڅخه ۷۰-۲۰۰ میلیونه ډالره ترلاسه کوي.

"د عراقي القاعدې نیول شوي اسناد ښيي چې ’د بهرنیوچندو مرستې یواځې یوه وړه برخه ده چې د دې ډلې د ۲۰۰۵-۲۰۱۰ کلونو د عملیاتي بودیجې- له ۵ سلنې نه زیاتېږي.

"په اوسني وخت کې، "داسلامي دولت" ډلې د بودیجې اصلي سرچینې له خلکو څخه په زوره پېسې اخیستل، د تیلو قاچاق، او نورجنايي فعالیتونه دي. یو لږ شمېر ستر مرستندویان ېې د امریکا د متحدو ایالتونو د ماليې وزارت له خوا د ترهګرو د مالي ملاتړ کوونکو په نامه پېژندل شوي، خو دا استثنايي دي.

Image caption د امریکا تر مشرۍ لاندې ایتلافي ځواکونو په سورېې اوعراق کې د "اسلامي دولت" ډلې د تیلو پر چاڼځایونو باندې بریدونه کول

"رپوټونه وايي چې سعودیانو د "اسلامي دولت" ډلې د ځینو مالي مرستندویانو په ګډون په سلګونو شکمن کسان نیولي دي، خو ریاض د دې شمېرو جزییات نه دي څرګند کړي.

د سروې ګانو وروستي ارقام ښيي چې د سعودي دننه د "اسلامي دولت" ډلې ملاتړ د ۵ سلنې په شاخوا کې دی.

خو سعودي عربستان ېې له امله اندېښمن دی ځکه چې دا ۵ سلنه د سعودي نفوس څه باندې نیم میلیون کېږي چې کېدای شي د "اسلامي دولت" ډلې بالقوه مالي مرستندویان وي.

"چارواکي له دې امله اندېښمن دي چې د "اسلامي دولت ډلې" خواخوږي او پلویان کولای شي پیيسې راټولې او د داسې لارو په مرسته چې څارنه ېې سخته ده نقدې پېسې انتقال کړي، سعودې مرستندویان معمولا له همدغسې طریقو څخه کار اخلي.

"یوه بله اندېښنه دا ده چې "اسلامي دولت ډله د ټولنیزو رسنیو او نورو مخابراتي ټکنالوژیو له لارې پېسې راټولوي. سعودي چارواکو ویلي چې د "اسلامي دولت" ډلې د پيسو راټولونکو د ټویټر له لارې مرستندویانو سره اړیکي نیولې او ورته ویلي ېې دي چې د سکایپ له لارې ورسره اړیکي ټينګې کړي. مرستندویانو ته بیا ویل شوي چې نړیوال مخابراتي کارتونه رانیسي او د کارتونو نمبرونه د سکایپ له لارې هغوې ته ورکړي. هغوې بیا دا کارتونه د نقدو پېسو په بدل کې خرڅوي.

"په مارچ کې، سعودي عربستان د امریکا متحدو ایالتونو او ایټالیا سره یو ځاې د "اسلامي دولت" ډلې پر ضد د مالي ډلې د غونډې ګډ مشر و. د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا او د مالېې وزیرانو په غونډې کې هم د اسلامي دولت ډلې د مالي سرچینو پر ضد ګامونه اخیستل کېږي.

"هڅه به کېږي چې د بانکونو او د پېسو بدلونکو دفترونو له لارې د "اسلامي دولت" ډلې د مالي مرستندویانو د پيسو لېږلو مخه ونیول شي. "

محمد یحی: سعودي عربستان د "اسلامي دولت" ډلې پر وړاندې یو مهم ګواښ دی.

محمد یحی په لندن کې د سعودي عربستان د سفارت د سیاسي چارو سلاکار دی

"دا ادعاګانې چې وايي سعودي عربستان دغو ډلو ته پېسې ورکوي او له ایډیالوژیکي پلوه ېې ملاتړ کوي، نه یواځې دا چې بې بنسټه دي، بلکې په سعودي عربستان او نړیوال ډګر کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې سره لویه جفا هم ده.

"سعودي د ترهګرۍ سازمانونو د پېسو سرچینو د بندولو په اړه ډېرټینګ مالي مقررات او کنټرولونه لري.

"بهر ته د پېسو پر لېږدولو باندې ډېره سخته څارنه کېږي. په تېر وخت کې ځینو کسانوله دې سیستم څخه ناوړه ګټه اخیستې وه، خو اوسنی سیستم د نړۍ یو ډېردقیق سیستم دی.

"ډېری دا کسان [چې ښايي اسلامي دولت ډلې ته به ېې پيسې ورکړي وي] په زندان کې دي. اوس اته سوه کسان چې "اسلامي دولت" ډلې سره ېې مستقیمې اړیکې درلودي په زندانونو کې دي.

Image caption د سعودي دفاع وزیر محمد بن سلمان په دې وروستیو کې د ترهګرۍ پر ضد جګړې لپاره د یو اسلامي پوځي اتحاد د جوړېدو اعلان وکړ

"اسلامي دولت" ډلې په سعودي عربستان کې یو شمېر بریدونه ترسره کړي. د سعودي عربستان د ترهګرۍ ضد او استخباراتو پروګرامونه د هغوې په وړاندې له ایډیالوژیکي او عملي پلوه تر ټولو ستر ګواښونه دي.

"سعودي عربستان ډېره تنوع لري. هلته د ډېرراز راز سابقو درلودونکي مسلمانان شته او هر کال تقریبا ۱۸ ميلیونه مسلمانان د حج لپاره ورځي. د سعودي عربستان قوانینو مذهبي لمسونې او د بې ګناه کسانو د وژنې غږونه په کلکه منع کړي دي.

"دا چې په سعودي عربستان کې بې زغمه یا ناندره ییزه ویناګانې کېږي، دا د سعودي حکومت تګلارې نه دي.

"د اسلام د زیاترو لارښونو په اړه غلط فهمي یا ناسم پوهاوی شوی.

"دا چې د محمد بن عبدالوهاب یواځې یو اسلامي متن د "اسلامي دولت" ډلې له خوا کارول کېږي په دې معنا نه ده چې د هغه لارښونې ټول هغه څه دي چې "اسلامي دولت" ډله ورباندې باور لري. هغوې به له هرهغه څه نه چې له هرې سرچینې څخه وي کار واخلي چې د هغوې له روایت سره سمون ولري.

"دا چې د سورېې او عراق او نورو ځایونو د اوسنیو پېښو ملامتي د داسې یو چا پر لارښونو باندې واچول شي چې ۲۷۰ کاله پخوا ېې ژوند کاوه، صرف یوه ګمراه کونکې خبره ده. "