پاکستان د پټان کوټ اډې بريد په تړاو يو شمېر کسان نيولي

د انځور حقوق AFP
Image caption هند وايي جيش محمد ډله د پټان کوټ بريد تر شا لاس لري

پاکستان وايي د هند پټان کوټ هوايي اډې بريد په تړاو يې د جيش محمد ډلې څو "اورپکي" نيولي دي.

اسلام اباد ويلي په دې فکر کوي، چې د پټان کوټ اډې بريد څېړلو لپاره هند ته يوه ډله ولېږي. په دغه بريد کې څلور هندي پوځيان او شپږ بريدګر وژل شوي وو.

تېره اوونۍ د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي وو، پاکستان ژمنه کړې، چې د دغه بريد په اړه پلټنو ته چمتو دی.

ویل کېږي د دغو کسانو نيول د دواړو ګاونډیو هېوادونو تر منځ د سولې هڅو د ژغورلو لپاره شوې دي.

د ډیلي او اسلام اباد تر منځ د اړیکو د ښه کېدو هیلې ډسمبر کې هغه مهال په ډېرېدو شوې، چې د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف لیدو ته ورغی او دواړو لوریو د سولې خبرو بیا پیلولو اعلان وکړ.

خو پر پټان کوټ اډې برید، د دغو خبرو پر وړاندې یو خنډ ګڼل کېږي.

وړاندې د هند صدراعظم نرېندرا مودي د پېښې په تړاو د پاکستان له لومړي وزير نواز شريف سره ټيلفوني خبرې کړې وې او د سملاسي "غبرګون" غوښتنه يې کړې وه.

د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د چهارشنبې په ورځ (۱۳ جنوري) د خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د لومړنيو څېړنو او معلوماتو له مخې يې يو شمېر شکمن کسان چې د جيش محمد ډلې سره يې تړاو درلود نیولي دي.

نوموړی زياتوي د دغې ډلې دفترونه يې هم په نښه کړي او تړلي يې دي.

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبريال الياس خان وايي په دغه خبرپاڼه کې د جيش محمد ډلې د نيول شويو کسانو نومونه او هېڅ معلومات چې څرنګه دغه کسان د پټان کوټ له بريد سره تړاو لري نه دي ورکړل شوي. نو ځکه دا سخته ده چې وويل شي د دغو کسانو نيول څومره مهم دي.

تر اوسه د دغې ډلې د دوو لويو غونډو په اړه چې د پاکستان په بهاولپور کې ترسره کېږي کوم اقدام نه دی شوی.

بل لور ته هند وايي له پاکستان سره پلان شوې خبرې يوازې په داسې حال کې کېدای شي، چې اسلام اباد د هغو ډلو پر وړاندې ګامونه پورته کړي چې د هند پر پټان کوټ هوايي اډې بريد کې يې لاس درلود.

ورته مطالب