د پټان کوټ بريد: هند او پاکستان د خبرو نوې نېټه ټاکي

Image caption د پټان کوټ په هوايي اډې له بريد وروسته خبرې گواښ سره مخامخ وې، خو اوس د دواړو هېوادونو چارواکو په دې اړه هيله مندي ښودلې ده.

هندي او پاکستاني چارواکي وايي د دېپلوماتيکه خبرو لپاره د بلې نېټې په ټاکلو يې موافقه کړې ده.

دا خبرې د هندوستان په پټان کوټ کې په هوايي اډې د وسله والو له بريد وروسته ځنډول شوې وې.

هندوستان ددې پړه د جيش محمد په نوم ډلې باندې اچولې وه، چې مرکز يې پاکستان کې دى. دې بريد کې اوهندي پوځيان او شپږ وسله وال وژل شوي وو.

پاکستان پرون ويلي وو ددې ډلې څو غړي يې نيولي دي، خو نن د جيش محمد ډلې دا خبره رده کړه چې گوا کې د گوند کوم غړى يې نيول شوى دى.

هندوستان وايي چې د دواړو هېوادو د بهرنېو چارو د سکرترانو د کچې خبرو لپاره چمتووالى نيول کېږې.

د دواړو هېوادو ترمنځ د جوړ جاړي هيلې د دسمبر په وروستېوکې هغه مهال زياتې شوې چې د هندوستان لومړى وزير، نريندرا مودي، د افغانستان له سفر وروسته د ستنېدو پر مهال په نااعلان شوي ډول پاکستان ته لاړ او لومړي وزير نواز شريف سره يې وليدل. دواړو مشرانو هغه مهال د خبرود پېلولو پلان اعلان کړى و. خو د پټان کوټ بريدونو دې کې يو ډول ځنډ راوستلو، دې سره سره نن د دواړو هېوادو چارواکو ويلي چې خبرې اوس هم اجنډا کې شاملې دي.

د پلان سره سم سبا(جمعه) خبرې پېلېدونکې وې، خو د پاکستان د بهرنېو چارو د وزا ت وياند، قاضي خليل الله، ويلي دي چې اوس به د خبرو لپاره بله نېټه ټاکل کېږي.

د هغۀ هندي سيال ويکاس سوارپ وويل" د بهرنېو چارو دواړو سکراترانو نزدې راتلونکې کې د غونډې په کولو موافقه کړې ده".