داعش سره يوې تړلې ډلې د جاکارتا د بريدونو پړه منلې

د انځور حقوق AFP
Image caption پولیسو په موقت ډول د ګاډو څنګ ته مورچلونه سمبال کړي

د اندونیزیا پلازمېنه جاکارتا کې د یو شمېر چاودونو او له هغه وروسته د ټوپکو ډزو غږونه اوریدل شوي دي. رپوټونو کې ویل شوي چاودنې د ولسمشرۍ ماڼۍ او ملګرو ملتونو دفترونو ته څېرمه ساریناه مارکیټ سره شوې.

اسلامي دولت يا داعش سره يوې تړلې ډلې د جاکارتا د بريدونو او نښتو پړه په غاړه اخېستې ده.

چاودنې د تهامرین واټ سیمه کې شوې، چې د پیر پلور یوه مهم مرکز دی او د سفارتونو او ملګرو ملتونو دفتر ته څېرمه پرته سیمه ده.

پولیس وايي څلور مشکوک بریدګر په لږ تر لږه اوو وژل شویو کسانو کې شامل دي. تر اوسه معلومه نه ده، چې دغه برید کومې ډلې کړی.

ولسمشر جوکو ویدودو د ارامۍ غوښتنه کړې، خو ' ترهګره کړنه ' یې غندلې:

''موږ ټول په دغې پېښې کې د هغو لپاره ویرجن یو، چې تلفات وراوښتي. خو موږ هغه دغه کړنه غندو، چې زموږ سوله او ارامي ګډوډوي او زموږ په خلکو کې وېره تره خپروي.''

د انځور حقوق AP
Image caption د پېښې ځای ته د پولیسو له رسېدو وروسته ډزې پیل شوې

د جکارتا خپرو شویو تصویرونو کې د یوې کافې مخکې پراته مړي لیدل کېږي او دغه راز ټپي کسان د پېښې له ځایه ليږدول کېږي.

تر اوسه بشپړ معلومات نه دي ورکړل شوي، خو ویل کېږي، لږ تر لږه یوه چاودنه د ساریناه سوداګریز مرکز مخکې سټاربکس نومي کېفې کې شوې، چې د پولیسو یوې پوستې ته څېرمه موقعیت لري.

عیني شاهدان وايي یو شمېر بریدګر کافې ته ننوتل او هلته یې چاودنې وکړې.

د پېښې ځای ته د پولیسو له رسېدو وروسته ډزې پیل شوې او وروسته نورې چاودنې هم وشوې.

اندنیزیا کې مخکې اسلامپاله سخت دریځو ډلو بریدونه کړي. دغه هېواد کې د لوړ کچ امنیتي تدبیرونه شوي وو.

د ټوپکو ډزې

د انځور حقوق AFP
Image caption یو په بل پسې د چاودنو غږونه اورېدل شوي

د ملي پولیسو مشر اي ایف پي خبري اژانس ته ویلي، خلکو ته ویل شوي، چې د نورو چاودونو په صورت کې له کورونو بهر ته و نه وځي.

د ملګرو ملتونو یوه چارواکي جیرمي ډوګلاس، چې د یوې چاودنې له ځایه نژدې ۱۵۰ متره لرې و، بي بي سي ته وویل: ''بیا موږ ودانۍ ته دننه منډه کړه، د دریمې چاودنې غږ مو واورېد. لسم پوړ کې خپل دفتر ته وختو او د څلورمې، پنځمې او شپږمې چاودنې غږ مو واورید.''

''اوس هم له واټونو د ټوپکو ډزونه اورېدل کېږي.''

د رویټرز خبري اژانس یوه عکاس په وینا، یوه چاودنه پر 'سټاربکس' نومي کېفې شوې او کړکۍ یې ماتې شوې دي.

نوموړی وايي، داسې ښکاري، چې پولیسو د ټوپکو خولې د ودانۍ پر چت د یوه شته سړي پر لور نیولې.

د نورو جزیاتو لپاره له بي بي سي سره اوسئ.