'هندي فلمونه د خپلې ټولنې سم تصویر نه ښيي'

Image caption اوم پوري په هند کې د نه زغم پر پېښو خواشیني څرګنده کړه

د هندي فلمونو وتلی هنرمند اوم پوري وايي، بالیووډ کې جوړ شوي فلمونه د هندي ټولنې مناسب تصویر نه وړاندې کوي.

د نوموړي په وینا دغو فلمونو کې یوازې داسې جادويي تصویر وړاندې کېږي، چې هدف یې د فلمونو لیدو ته د ډېرو خلکو جلبول دي.

له بي بي سي اردو سره ځانګړې مرکه کې د هنري هندي فلمونو مخکښ لوبغاړي اوم پوري ویلي، داسې هم نه ده، چې هند کې هنري فلمونه له سره نه ثبتیږي:

''همدا اوس پرکاش جها چکر ویو نندارې ته وړاندې کړ، خو اوس د هنري فلمونو لګښت ډېر دی، دغسې فلمونو کې وتلي هنرمندان شاملیږي. د دغه ډول فلمونو شمېر اوس لږ دی، چې موضوع یې سنجیده او ټولنیز مسایل وي. هغسې فلمونه، چې شام بېنګل، ګووند نهلاني، منهال سینګ، ستجیت رې او کیتن مهتا ثبتول اوس نندارې ته نه وړاندې کېږي.''

د بالیووډ دغه مخکښ ستوری وايي، ''د هنري فلمونو نشتوالي یا لږ والي مسوولیت د لیدونکو نه دی، ځکه فلمونو کې باید خندا ته یو څه وي، چې لږ تر لږه خلک ورته وخاندي.''

د انځور حقوق STAR PLUS
Image caption اوم پوري وايي عامر خان ته یې ویلي، 'هند ډېره مینه درکړې، له نژدې دوه نیمو لسیزو راهیسې د هندیانو پر زړونو واکمني کوې.'

اوم پوري په هند کې د نه زغم پر پېښو خواشیني څرګنده کړه او د وتلي هندي هنرمند عامر خان د څرګندونو غندنه یې وکړه. اوم پوري وايي، عامر خان ته یې ویلي، چې له څرګندونو یې داسې معلومیږي، چې ګواکې د هند په لر او بر کې دغه ډول پېښې کېږي او مسلمانان وژل کېږي:

''هند ډېره مینه درکړې، له نژدې دوه نیمو لسیزو راهیسې د هندیانو پر زړونو واکمني کوې. ستا په خبره، مېرمن دې وايي، چې هند کې د نه زغم کلتور په پراخیدو دی او موږ باید دا هېواد پرېږدو، دې سره تاسې د هند ۲۲۰ میلیونه مسلمانانو ته څه پیغام ورکوئ، چې هېواد پریږدي او که جګړې ته چمتو شي؟ ستا په څېر شتمن به له هېواده وتښتي، خو بې وزله به چېرې ځي؟''

د اوم پوري په وینا، شاه رخ خان، عامر خان، او سیف علي خان ټول مسلمانان دي او خلک ورسره مینه کوي، یوازې مسلمانان د دوی فلمونه نه ګوري:

''زه وایم، د هندوستان او پاکستان ۹۹ سلنه خلک سیکولر دي، چې سوله او کراري غواړي، چې وکولای شو، پرمختګ وکړو.''

اوم پوري دغه راز هیله مندي وښوده، چې د هند سیکولر تصور به پر ځای پاتې شي. نوموړی وايي ''واکمن بهارتیه جنتا ګوند په دې پوهیږي، چې که د هند له دغه عمومي ټولنیز تصور سره لوبې وکړي، دوی به هم په واک کې پاتې نه شي، دوی چې کومې نورې اړوند ډلې لري، هغه باید کابو کړي، چې همدې ته اړتیا لري.''